تاند، چهار شنبه ، د عقرب ۲۲مه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یاماموتو د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د بیجنګ د سولې د ناستې په اړه کتلي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وویل، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې او نورو مسایلو په اړه د بحث تر څنګ د بیجنګ د سولې بین الافغاني ناستې لپاره د چمتووالي په اړه هم خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې حمدالله محب یاماموتو ته ویلي، افغان حکومت د د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې غوښتونکی دی او د بیجنګ د سولې ناستې ته هم د همدې اصل په پام کې نیولو سره خپل پلاوی استوي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین حکومت له کابل سره د بیجنګ د ناستې په لیستونو کار کوي او تر دې دمه ورته د سیاسیونو او حکومت تر څنګ طالبانو هم د ورتلو او په کې د ګډون کولو تایید کړی دی.