تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: رابي پیرزاده چې څو ورځې وړاندې يې د لوڅو او سیکسي ویډویوګانو پوره البوم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، اوس وايي، له سندرو یې توبه ایستلې ده او دین ته یې مخه کړې ده.

رابي پیرزاده پر خپله ټویټر پاڼه په تازه ټویټ کې خپل یو انځور خپور کړی چې تور څادر یې په سر دی او ورسره یې لیکلي دي چې د خپل روح د خوشالولو لپاره یې یو نوی ژوند پیل کړی دی.

د رابي پیرزاده په اړه ویل کېږي چې له ځانه به یې لوڅې او سیکسي ویډیوګانې جوړولې او خپل بوای فرینډ ته به یې استولې، خو دا ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو ظاهرا له هغې وروسته نشر شوې چې رابي پیرزاده له خپل بوای فرینډ سره خفه شوه.

نوموړې د دغو ویډیوګانو له نشر وروسته تر سخت روحي فشار لاندې وه او له خلکو یې غوښتي وو چې د دې عیبونه دې پټ کړي، خدای به پر هغوی پرده واچوي.

اغلې رابي پیرزاده اوس په ټویټر لیکلي چې خدای دې د دې ګناهونه وبخښي او د خلکو زړونه دې ورته نرم کړي.
نوموړې چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې سندرې ویلې، په پاکستان کې د خپل ښایست له پلوه ډېره مشهوره وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *