تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې سبا د عقرب په ۲۳مه اعلان شي، خو د کمېسیون کمېشنر اورنګزیب وايي، له اتو زرو څخه د زیاتو رایو د شمېرنې پر سر د جنجال له کبله د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کمېسیون کې دننه مولانا عبدالله له نورو کمېشنرانو سره لفظي شخړه کړې او د ثبات و همپالنې ډلې چې ویل کېږي دا ځل ټاکنو کې هم ناکامه ده، په ۱۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر مخه یې په زور نیولې ده.

کمېسیون لا تر اوسه نوې نیټه نه ده اعلان کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *