تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: دفاع وزارت وايي، په ننګرهار کې ورته د داعش ډلې ۱۲۱ جنګیالي او د کورنیو غړي یې تسلیم شوي دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وویل، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې یې ورته تېره شپه د ننګرهار په اچین کې له لسو داعش نارینه جنګیالیو سره ۴۶ ښځې او ۶۵ ماشومان په یو ځای تسلیم شوي دي.
نوموړی ورته وايي، داعشیانو ورته اووه میله وسله هم په تسلیمۍ کې راوړې ده او له دوی سره زندانیان څلور ملکیان یې هم راخوشې کړي دي.
تېره ورځ هم یو داعشي له ۴۵ ښځو او ماشومانو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوی و.
دفاع وزارت وايي، له یوې میاشتې راهیسې یې د ننګرهار په اچین کې پرخ علملیات روان دي چې داعش ډلې ته یې درانه تلفات په کې اړولي.