تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د کابل ۱۵مې حوزې اړوند د کورنیو چارو وزارت ته نږدې د نن سهار په موټر بم برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ او د ژوبلو شمېر ۲۰ ته لوړ شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څو شیبې وړاندې تاند ته وویل، په وژل شویو کې ۳ د ښوونځي ماشومان هم وو او ژوبلو شویو کې بیا د ګاردا ورلډ بهرنۍ موسسې څلور کارمندان شامل دی.
نصرت رحیمي زیاته کړه، دا یو ټونس موټر کې مخکې له مخکې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه وه چې د ۴۰ مترې په سیمه کې یې چاودنه کړې او د ملکیانو د څو موټرو په شمول یې د ګاردا ورلډ امنیتي بهرني شرکت لینډکروزر یې هم وهلی دی.
ولسمشر غني دا برید غندلی او د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي بیا په دې برید کې طالبان مسوول بللي دي.
نوموړي ویلي، فکر یې کاوه چې د حقاني شبکې د دریو مهمو بندیانو په خوشې کېدو به سمدستي اوربند رامنځته شي، خو داسې ونه شول.
طالبانو بیا تر اوسه څه نه دي ویلي چې دا برید دوی کړی؟ که د بلې ډلې کار دی؟