تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې افغان حکومت او طالبان راتلونکې اوونۍ د بیجنګ د سولې په غونډه کې یو بل ته مخامخ کېنوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر جینګ شونګ وايي، په دې اړه یې له کابل او طالبانو سره خبرې روانې وې خو اوس چې د طالبانو درې مهم غړي له زندانه خوشې شوي دي، هیله یې پیدا شوې چې دا کار به مستقیمو مذاکراتو ته لاره خلاصه کړي.

ښاغلی شونګ همدا راز ډاډ ورکړی چې د افغان پایداره سولې لپاره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابروي: (( موږ خوشاله یوو چې افغان سولې ته زمینه سازي کوو، سوله چې د ټولې سیمې په ګټه ده د جګړې له دواړو لوریوس سره یې په تماس کې یوو تر څو د بیجنګ په غونډه کې ګډون وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، د چین د ناستې لپاره یې یو همه شموله پلاوی جوړ کړی دی او د چین له حکومت سره یې هم شریک کړی دی، خو د پلاوي په اړه یې جزیات لا نه دي شریک کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *