طالبانو هسې هم کلونه جګړه کې ټولو انساني او اسلامي اصول تر پښو لاندې کړي، یواځې هغه کار کوي چې د دوی زیات وحشت په ډاګه کړي، که جګړه کې هر ډول اصول تر پښو لاندې کیږي د طالبانو لپاره هیڅ توپير نه کوي، خو چې طالبان پکې د وحشت هدف ته رسیږي، طالبان هغه کار کوي.

تازه د کندهار ملي امنیت ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د دامان ولسوالۍ د منډحصار کلي په یوه مسجد کي د وسله‌والو مخالفینو د سپکو او درنو وسلو یوه ډیپو کشف او وسلې یې ضبط کړې.

په عملیاتو کي د مسجد ملاامام پیر محمد او نور احمد مشهور په جانان په مسجد کي د وسلو یو ډیپو ساتلي وو، چي ملي امنیت تثبیت او وروسته یې ورباندي عملیات ترسره کړل.

په یاد ډیپو کي ۳۰ فیره د هاوان مرمۍ، ۱۲ دانې قندانۍ ماینونه، ۱۵۰ چکۍ C4 بارود، ۱۲ دانې د ماین کانچې،۲۵۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۷۰ فیره د پیکا مرمۍ، ۱۵ عدده د بم افګن مرمۍ، دوه دانې چسپکي ماینونه، ۲۵ دانې د ماین کپسولونه، دوه کیلو بارود، درې بنډله د ماین سانیه سوز لین، ۲۰ دانې د ماین پټاکۍ، ۲۰ دانې د توغندۍ لپاره ساعتونه، لس دانې د توغندۍ لپاره سرګولولې، یو پارسل د ماین جوړولو پرزې،۶ دانې ریموټ کنټرول، یوه دانه میګر، یوه دانه د ماین دستکاه، لس د کلاشینکوف شاجورونه شامل وه، چي عملیات په بریالیتوب سره ترسره او یاد انفجاري مواد ترلاسه او ضبط شول.

تاسو دې پورته شمېرې وسلې ته وګورئ، ته به وای، دا یې کوم غر او سمڅه کې ساتلي دي، اوس که د دې عملیاتو پر مهال ډزې شوی وی او جګړه شوی وی، طالبانو مسجد ورانو او یا یې سوځو، بیا یې ملي امنیت ځواکونه نوم بدي کول او تبلیغات یې کول چې پر جومات یې عملیات کړي او تخریب کړی یې دی.

دا ډول پېښې ښکاره کوي چې طالبان په جګړه کې څومره سپک کارونه کوي، څومره دیني ارزښتونه لیلاموي او څومره دیني ارزښتونو ته ژمن دي، ایا جومات کې د وسلو ساتل او له جومات دسنګر جوړولو کوم دین کې شته؟

طالبان ډير کله همدا کار کوي، ځکه افغان ځواکونو ته مقدس ځایونه ډير ارزښت لري او نه غواړي چې یا برید او یا عملیات پرې وکړی، خو هغه وخت عملیات کوي چې پوره باور پيدا شي چې طالبان له مقدس ځای ناسمه ګټه اخلي.

د ملي امنیت ځواکونو د دقیقو عملیاتو پر مهال طالبانو ته دا اجازه نه ده ورکړې چې جګړه وکړي، ځای په ځآی خلک اووسلې نیول شوي او پرته له کوم تاوتریخوالي عملیات بریالي شوي دی.

کنه طالبان د دې په خاطر وسلې او مهمات مدرسو کې ساتي ، چې دا ځایونه ورته خوندي ښکاري، که عملیات پرې کیږي، هڅه کوي جومات او یا مدرسه وسوځوي او پړه یې پر افغان ځواکونو واچوي.

طالبانو تر دې وړاندې داسې ډیر ځله کړي چې د عملیاتو پر مهال یې جومات کې ډزې کړي او یا یې اور ورته اچولی دی، بیا یې ویلي چې افغان ځواکونو دا مسجد او یا دا مدرسه سوځولې ده.

طالبان د جګړې تر ټولو سپک وضعیت کې دي او هر هغه کار کوي چې دوی پکې خوندي وي، که هغه هیڅ اصولو او هیڅ دین کې نه وي، خوطالبان ځآن ته دا جواز ورکوي چې هر کار ورته شرعي جایز دی.

One thought on “طالبان له مدرسو او جوماتو د سنګر کار اخلي/ سید عبدالله پاچا”
  1. ټول افغانان او نړیوال پدی پوهیږی چی طالبان د پاکستان له امر پرته یو ډز هم نشی کولی او څه موده مخکی ولسمشر او د دفاع وزیر وویل کچیری د پاکستان پوځ ورسره همکاری ونکړی طالبان یو ورځ هم د جګړی د مصارف توان نلری او نشی کولی دومره لویه جګړه په مخ بوځی نو چی داسی ده افغان دولت دا ډول شواهد او زیات شکایتونه ولی امنیت شورا اونړیوالو ته نه وړاندی کوی او ولی تر ننه پدی اړه ګنګ او چوپ حالت یی غوره کړی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *