تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د فساد ضد مبارزې د څار او ارزونې ګډه کمېټه یا میک نن د عدلي او قضايي بنسټونو د فساد په تړاو خپل پنځم راپور نشر کړ.
د میک غړو نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په عدلي ارګانونو کې د دوی ۵۰ وړاندیزونو له منځه یې ۴۰ عملي شوي دي خو په قضايي بنسټنو کې د همغږۍ ضعف د دې لامل شوی چې د ځینو زندانیانو د خوشې کولو موده وځنډېږي.
د میک کمېټې منشي میوند روحاني وايي، د دوی د ارزونې له مخې لویې څارنوالۍ، عدلیې وزارت، عامې روغتیا وزارت او سترې محکمې د ډي این ای د ټیسټونو برخه کې عدلي طب فعاله شوی او ژر به یې ازمایښتي کار پیل شي.
میک همدا راز وايي، دا راپور یې په کابل، بامیان او کندهار ولایتونو کې د محاکمو او څارنوالیو په تړاو د پلټنو په اساس جوړ شوی دی.