تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: رویټرز خبري اژانس د دوو قوي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې انس حقاني، مالي خان او قاري عبدالرشید د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو بهرنیو استادانو سره تبادله شوي نه دي.
دې خبري اژانس ته نن (پنجشنبه) یوه دیپلومات او یوه افغان چارواکي ویلي چې له ټاکل شوي پلان سره سم طالب بندیان د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو برمته شویو استادانو سره، چې یو استرالیايي او بل امریکايي دی، تبادله شوي نه دي.
دیپلومات د نوم د خوندي ساتلو په شرط ویلي، په دې اړه چې تبادله ولې له مخکیني پلان سره سمه نه ده شوې، د جزیاتو له څرګندولو ډډه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند بیا ویلي، هیله لري چې طالبان به ژر تر ژره برمته استادان خوشي کړي.
وسله والو طالبانو دا دوه استادان، چې یو کیفین کینګ (امریکايي) او بل تیموتي ویکس (استرالیايي) نومېږي، په ۲۰۱۶ م کال په کابل کې د امریکايي پوهنتون له خولې تښتولي وو او په بدل کې یې له امریکا څخه د انس حقاني په شمول خپل څو مهم بندیان غوښتل.
په دې تړاو هلې ځلې له هغې وروسته زیاتې شوې چې خلیلزاد میاشت وړاندې کابل اوبیا اسلام اباد ته ولاړ او د بندیانو د تبادلې خبرې یې یوړې راوړې، چې وړمه ورځ افغان ولسمشر اشرف غني ملت ته په وینا کې وویل، لویه پرېکړه یې کړې چې له مخې یې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید د افغانستان له زندان څخه خوشې کوي.
مګر طالبانو تر تېرې شپې پورې ناخبري ښودلې وه چې دا بندیان ورته نه دي رسېدلي نه هم امریکایانو داسې کوم خبر ورکړی چې له مخې یې ښکاره شي چې ایا د امریکايي پوهنتون استادان امریکایانوته رسېدلي که نه؟