تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې ۲۸ افغانان د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل دي.

پېښه تېره شپه دوه نیمې بجې د سراوان- خاش – زاهدان پر لویه لار شوې او د پېښې قرباني ټول افغانان په قاچاقي ډول ایران ته روان وو.

د زاهدان د طبي علومو روغتون د عاجل واټ مشر فریبرز راشدي وايي، پېښه په قاچاقي لارو ایران ته له ننوتونکو افغانانو د دوه موټرو له ټکر څخه رامنځته شوې ده: (( دا ټکر دومره سخت و چې له کبله یې په دوه موټرو کې ۲۸ مساپر مړه شوي او ۲۶ نور ژوبل دي، ټپیان د امام خمیني روغتون ته لېږدول شوي دي.))

سیستان بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره په پوله پروت د ایران ولایت دی چې قاچاقبر ترې د افغانان پناه غوښتونکي په ډېرو سختو لارو تهران او نورو سیمو ته تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *