۲۲/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تښتونکو له منګولو يې يو ماشوم ازاد کړی او په تړاو يې شپږ کسان هم نيول شوي دي.
دوی وايي، ياد تنکی ځوان تېره اوونۍ د ننګرهار له سره رود ولسوالۍ تښتول شوی و، چې پوليسو د خپلو عملياتو پرمهال بېرته له تښتونکو ژغورلی او شپږ تښتونکي يې هم نيولي دي.
دغه ماشوم د لړم په ۲۲مه د ننګرهار والي او امنيه قوماندان له لورې د قوماندانۍ په انګړ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، تېره اوونۍ يو شمېر وسله والو غلو يو ۱۳ کلن ماشوم د دغه ولايت له سره رود ولسوالۍ څخه تښتولی و او د خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمې ته وړل شوی و.
نوموړی وايي، د امنیه قوماندانۍ د تروريزم سره د مبارزې پوليسو د خپلو هلو ځلو او عملياتو په پايله کې ياد ماشوم له تښتوونکو ازاد او نن يې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار امنيه قوماندان ايمل نيازي وويل، د دغه ماشوم د تښتونې په تړاو يې شپږ کسان نيولي او هڅه کېږي چې د نيول شويو کسانو په واسطه نور تښتونکي هم ونيسي.
دی وايي، د نيول شويو کسانو قضيه به ډير ژر د نورو څېړنو په موخه د استناف څارنوالۍ رياست ته ولېږدول شي.
تښتول شوی تنکی ځوان محمد عادل نوميږي او د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې اوس په سره رود ولسوالۍ کې اوسېږي. دی وايي، له خپله کوره د دوکان په لور روان و چې موټر سپرو کسانو د وسلو په زور موټر ته پورته کړی او بيا په ځان نه دی پوه شوی چې چېرته ته انتقال کړی و.
د نوموړي تره محمد اعظم وايي، وسله والو ترې د هغه د وراره د خوشې د کېدو په بدل کې د شپږ لکه ډالرو غوښتنه کړې وه خو دوی موضوع له امنيتي ادارو سره شريکه کړه او له کوم زيان پرته يې وراره بېرته راخوشې شو.
چارواکي وايي، که کورنۍ داسې پيښو کې د پيسو پرځای امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي نو له کوم زيان پرته به يې د کورنۍ غړي بېرته را خوشې کړي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي وايي ټولګټې پروژې د قانون له مخې پلې کيږي او ولسونه دې د مزاحمت پر ځای همکاري وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ۲۲مه ولايت مقام کې د کوچيانو چارو رئیس او عبدالقادر کوچي په مشرۍ د کوچيانو قومي مخورو سره په ناسته کې وويل، چې ټولګټې پروژې د قانون له مخې پلې کيږي بايد ټول ولسونه د مزاحمت پر ځای همکاري وکړي.د کوچيانو په استازيتوب عبدالقادر او ګل ميران کوچي په دې ولايت کې د کوچيانو سرپناه، څړ ځايونو او نورو بېلابېلو برخو کې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې ټولګټې پروژې د قانوني پروسيجر له مخې تطبيق کيږي او ولسونه بايد د خنډ او مزاحمت پيدا کولو پر ځای همکاري وکړي.نوموړي وويل، په هغو ځايونو کې چې ټولګټې پروژې تطبيق کيږي غاصبين ترې ويستل کيږي او څوک چې قانوني اسناد ولري، ملکيت يې استملاک کيږي او يا هم بديل ورکول کيږي.هغه د کوچيانو قومي مخورو ته د ستونزو په حل کې ډاډ ورکړ او له دوی څخه يې د ټولګټو پروژې په پلې کېدو او امنيت ټينګښت کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د غلا او کمېشنکارۍ په تور ۸ کسان نيول شوي او ۵ داعش تسليم شول
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې يې د غلا او کمېشنکارۍ په تور ۸ کسان نيولي او دغه راز ۵ تنه داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شوي دي.دوی وايي، په نيول شويو کسانو کې دوه مېرمنې هم شامل دي چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته يې کمېشنکاري کوله او دغه راز د يو شمېر وسلو، لرګيو او اوسپنې د قاچاق د مخنيوي خبر هم ورکوي.دوی نيول شوي کسان، وسلې، لرګي او قاچاقي وسپنه د لړم په ۲۲مه د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ په انګړ کې خبريالانو ته وښودل او په اړه يې معلومات هم وړاندې کړل.د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې يو خبري کنفرانس ته يې خبرې کولې وويل، پوليس توانيدلي چې تېره اوونۍ ۶ تنه په جلال اباد ښار کې د غلا او په ځانګړي توګه له خلکو څخه د مبايلونو د غلا په تور ونيسي.نوموړی وايي، دغه راز پوليسو د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته دوه مېرمنې هم نيولي چې د خلکو پر پاسپورټونو د ويزو لګولو کمېشنکاري يې کوله.هغه زياته کړه، دغه راز تېره اوونۍ د دغه ولايت اچین ولسوالۍ کې پنځه داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شوي چې خپلې وسلې يې ورته هم سپارلې دي.ننګرهار والي وايي، پوليس توانېدلي چې په دغه موده کې په يو موټر کې بار د چارتراشو لرګيو او دغه راز پاکستان ته په يو موټر کې بار قاچاق کېدونکي مس هم ونيسي.په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان ډګروال ايمل نيازي وويل، د دوی فعاليتونه او لاسته راوړنې د خلکو له همکارۍ پرته ناشونې دي؛ نو خلک بايد د دا ډول پېښو ليدلو پرمهال پوليس او نورو امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.دی زياتوي، پوليسو دغه راز تېره اوونۍ د مومندرې په ولسوالۍ کې له يو کور څخه ۹ ميله کلاشنکوف، دوه ميله تومانچې او يو ميل پيکا هم تر لاسه کړي چې د ډاياګ پروګرام ته به وسپارل شي.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښاريان د مبايلونو د غلاو له زياتوالي شکايت کوي او وايي، دا ډول پېښې تر ډيره په هندي ډوله ريکشاو کې د سپرو کسانو له لورې ترسره کېږي.
ننګرهار والي وايي د کانونو قانوني او مسلکي کيندنو په موخه يې په مرکز کې مسئولينو سره خبرې کړې، چې ډېر ژر به په ياده برخه کې اصلاحات رامنځته شي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ۲۲مه ولايت مقام کې د شوکاڼي اتحاديې مسئولینو سره په ناسته کې وويل، چې په دې ولايت کې يې د کانونو قانوني او مسلکي کيندنو په موخه په مرکز کې مسئولينو سره خبرې کړي او ډېر ژر به په ياده برخه کې اصلاحات رامنځته شي.د شوکاڼي اتحاديې مسئولينو په استازيتوب حاجي دلاور خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې له شاوخوا پنځلس کالونو راهيسې د شوکاڼي کاروبار کوي، چې سلګونه کسانو ته يې د کاروبار زمينه برابره کړې.دوی د خپل کاروبار پرمختګ په صنعتي ښارګوټي کې د ښه کاري ځای، جومات، کلينيک او نورو اسانتياو رامنځته کېدو په موخه ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه شريک کړل.ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د خپل ماموريت په نهه مياشتنۍ دوره کې يې تر دې دمه د امنيت، انکشاف، بيا رغونې او نورو برخو کې لازم پرمختګونه رامنځته کړي دي.نوموړي وويل، چې د کانونو قانوني او مسلکي استخراج، قراردادونو کې د شته ستونزو لمنځه وړلو، صنعتي ښارګوټو کې د اسانتياو رامنځته کېدو او يو شمېر نورو برخو کې يې په مرکز کې مسئولينو سره خبرې کړي او ډېر ژر به په يادو برخو کې اصلاحات رامنځته شي.ننګرهار والي همدا راز د شوکاڼي سوداګرو ته سپارښتنه وکړه، چې د فساد په مخنيوي کې ور سره همکاري وکړي؛ ترڅو سوداګري قانوني او ستونزو ته پر وخت رسيدګي وشي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار روغتيا رياست د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره خپل روغتيايي ټيم تقدير کړ
ننګرهار ولايت روغتيا رياست مسئولينو په روغتيايي برخه کې د هېواد په کچه د لومړي مقام په ترلاسه کولو او د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړاتلس ښځینه روغتیاپالې د يوې غونډې په ترڅ کې تقدیر کړې.دغه غونډه چې په ننګرهار سیمه ييز روغتون کې جوړه شوې وه په کې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر خلیل الله حکمتي او د روغتيايي ادارو يو شمېر مسئولينو او روغتيا پالو ګډون کړی و.ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکتر خلیل الله حکمتي له روغتيا پالو مننه وکړه، چې د ښو خدماتو په تر سره کولو کې يې دې ولایت ته لومړی مقام ور په برخه کړ.نوموړي وويل، چې د لومړي مقام او د خپلواکۍ سلمې کالیزې په وياړ يو شمېر نارینه او ښځينه روغتيا پال وستايل شول او ورته په دنده کې د نورو برياو هيله وشوه.د ننګرهار سیمه ایز روغتون رئیس ډاکټر عبد الشکور عظمیي د مننې تر څنګ له روغتیایي پرسونل غوښتنه وکړه چې خپلو کارنو ته نور هم پاملرنه وکړي، تر څو راتلونکي کې نورې سترې برياوې هم ترلاسه کړي.
د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحاديې ټاکنې ترسره شوې
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل سيد احمد هاشمي د دې پوهنتون د استادانو له خوا د راتلونکو درېوو کلونو لپاره د استادانو اتحاديې د رئيس په توګه وټاکل شو او د مخکېني رئيس پوهاند احمد ګل واثق د کړنو تقدير او ستاينه وشوه.په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د امام ابوحنيفه (رح) په تالار کې ټاکنيزه غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مشرتابه سربېره پکې د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او سلګونو تنو استادانو برخه لرله.د اتحاديې رياست ته د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل سيد احمد هاشمي او د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکتر محمد آصف کانديد وو، چې پوهنوال ډاکتر محمد آصف له خپلې کانديداتورۍ تېر او ښاغلى پوهنمل سيد احمد هاشمي د استادانو له خوا د رايو په يووالي د راتلونکو درېوو کلونو لپاره د نوموړې اتحاديې د رئيس په توګه وټاکل شو.غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د اتحاديې د مخکېني رئيس پوهاند احمد ګل واثق کړنې وستايلې او زياته يې کړه، چې نوموړي د استادانو د انسجام، يووالي او د هغوى د حقوقو نه د دفاع په برخه ډېرې هلې ځلې وکړې.پوهاند بهسودوال د پوهنتون له استادانو مننه وکړه، چې په پوره اتفاق او يووالي سره يې خپل مشر وټاکه او دغه راز يې د اتحاديې نوي منتخب رئيس پوهنمل سيد احمد هاشمي ته مبارکي وويله او نوموړى يې د مشرتابه او زعامت لپاره وړ شخص وباله.د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحاديې نوي منتخب رئيس پوهنمل سيد احمد هاشمي وينا وکړه او له استادانو يې مننه وکړه، چې په ده يې ددې ستر مسؤليت باور وکړ.ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه، چې د پوهنتون د ادارې سره په ګډه به د استادانو د حقوقو نه دفاع او د پوهنتون د پرمختګ او انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ترویج ساحوي کارکووونکو، مخکښو او عامو بزګرانو ته کرنیزو چارو ورکشاپ پیل شو.د ننګرهار کرنې رياست په چوکاټ کې د اقليم د تغير له کبله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) له لوري د ترویج ساحوي کارمندانو، مخکښو او عامو کروندګر د شنو خونو مديريت، قطريي اوبخورسيستم، د سبزيوچيله سيستم، د نرسرۍ مديريت، کمپوست او د خوراکي توکو پروسس برخو کې په درې مرحلو کې روزل کيږي.لومړۍ مرحله د علمي او مسلکي کادرونو او استادانو لخوا به د پروژې اړوند کارمندان او د کرنې رياست د ترويج د بهسودو، کوز کونړ او کامې ولسواليو کارمندان و روزل شي.
په دویمه مرحله کې به دغه روزل شوي کارمندان مخکښو بزګرانو ته د ولسواليو په کچه روزنه ورکوي او په درېيمه مرحله کې به مخکښ بزګران په کليو کې عامو بزګرانو ته روزنه ورکوي.دغه روزنيز پروګرام به شاوخوا دوه مياشتې دوام وکړي او د ذکرشویو لسواليو په پنځلس کليو کې به پر مخ ولاړ شي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې زرګرۍ صنف لپاره ټاکنې وشوې
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه جلال اباد ښار زرګرانو صنف لپاره د مشر ټاکلو په موخه ټاکنې وشوې، چې حاجي ممتاز د ۱۹۱ رايو په ترلاسه کولو سره د یاد صنف د مشر په توګه وټاکل شو.
جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وايي، چې د رايو پروسه يې د ټاکنو ګډ پلاوي سره په همغږۍ په شفاف ډول پرمخ يوړه، چې په ترڅ کې يې ۲۲۴ جواز لرونکو هټيوالو دوو کانديدانو حاجي ممتاز او معشوق خان په ګټه رايې وکارولې، چې د دوو باطلو او دوو سپينو رايو په لرې کولو سره حاجي ممتاز د ۱۹۱ رايو په اخیستو د ياد صنف مشر وټاکل شو.نوموړي د ګډ کمیسون ولایت مقام ، عدلې، ملي امنیت، امنیه قومندانۍ او ټاکنو خپلواک کمیسون مسئولینو څخه مننه وکړه، چې په شفاف او منظم ډول یې ټاکنې تر سره کړېهغه نوي ټاکل شوي مشر ته د مبارکۍ تر څنګ سپارښتنه وکړه، چې د یاد صنف د ټولو هټیوالو سره دې د هغوی د ستونزو په حل کې د عدالت له مخې چلند وکړي او د هر رازقانوني همکارۍ ډاډ یې ورکړ.د زرګرانو په مشرۍ حاجي ضمیر جلال اباد ښاروال او ګډ کمیسون له ټولو استازو مننه وکړه، چې تر پایه یې د ټاکنو پروسه په ښه ډول سرته ورسوله او د ټولو زرګرانو په استازيتوب يې له ټاکنو بشپړ رضایت وښود.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي ځوانان سالم رقابت او مثبت فکري بدلون لور ته وبلل
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ځوانانو همغږۍ غونډه کې دوی سالم رقابت او مثبت فکري بدولون لور ته وبلل.
ياده غونډه، چې د لړم په ۲۲مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ځوانانو چارو معين، د ننګرهار او لغمان اطلاعاتو فرهنګ رئيسانو، د ځتیځ زون ځوانانو، مدني ټولنو استازو، مېرمنو او نورو ګډون کړی و.ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ځوانانو فکري ودې په موخه د دې ډول غونډو او سفرونو تر سره کول مهم ياد کړل او ځوانان يې سالم رقابت او مثبت فکري بدلون لور ته وبلل.نوموړي پر ځوانانو او نورو قشرونو غږ وکړ، چې له خپل ځان څخه اصلاح پيل کړي او د نظام په ملاتړ او اصلاح کې رغنده رول ولوبوي.هغه له ځوانانو وغوښتل، چې نورو ولايتونو ته سفرونو څخه ترلاسه شويو تجربو او بېلابېلو موضوعاتو په هکله له نورو ځوانانو سره معلومات شريک کړي؛ ترڅو د ځوانانو په پوهه او تجربو کې زياتونه وشي.د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاه پور په تېرو ټاکنو کې د ختيځ زون په ځانګړي ډول د ننګرهار ولسونو او د ځوانانو رول څخه ستاينه وکړه.نوموړي وويل، چې د ځوانانو په منځ کې افراطيت ځای نيولی او هڅه کوي، چې د بېلابېلو لارو او پروګرامونو په ترڅ کې د دوی فکر مثبت لور ته سوق کړي.ده همدا راز په امنيتي او دفاعي ليکو کې د ختيځ زون په ځانګړي ډول ننګرهار د ځوانانو ونډې اخیستنې څخه ستاينه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې د خپلې خاورې په ساتنه کې لا ښې هڅې تر سره کړي.په دې غونډه کې ځوانانو له لوري مشاعره او تفريحي پروګرامونه هم تر سره شول.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستيال د شهيد زړه ور زاهد پولیسو روزنيز مرکز مسئولينو او استادانو سره ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د لړم په ۲۲مه ولايت مقام کې د شهيد زړه ور زاهد رونيز مرکز مسئولینو او استادانو سره ناسته وکړه.
د نورو په استازيتوب سمونوال ګلرحیم ساپي د استادانو ښارګوټي چارو وروستي کولو او يو شمېر نورو برخو کې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
د ولايت مرستیال تميم عارف مومند د شهید زړه ور زاهد پولیسو روزنيز مرکز مسئولینو او استادانو ستاينه وکړه، چې ټولنې ته د خدمت په موخه مسلکي او په کار پوه پولیس وړاندې کوي.
نوموړي يادو استادانو او مسئولينو ته د دوی اړوند ښارګوټي د چارو وروستي کولو او نورو برخو کې د ستونزو حل ډاد ورکړ.
د ولايت مرستيال همدا راز د ياد روزنيز مرکز استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې پولیس په اخلاقي جرات وروزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ولايت مرستیالې په مشرۍ د خوړو خونديتوب مياشتنۍ غونډه وشوه
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د خوړو خونديتوب مياشتنۍ غونډه وشوه، چې پر مهال يې د اقتصاد، چاپېریال ساتنې، سينديزې حوزې، ننګرهار پوهنتون، صنعت او تجارت، احصايې، UNHCR، يونسف او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو ګډون کړی و.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولو خوراکي توکو توليدونکو فابريکو ته معلوماتي لوحې ترتيب کړي.
نوموړې همدا راز د حج اوقافو رئيس ته سپارښتنه وکړه، چې د ښو او ناوړه خوړو ترمنځ توپير په موخه د مساجدو له لارې عامه پوهاوی وکړي، ترڅو د لویانو ترڅنګ کوچنیان وژغورل شي.
په دې ناسته کې د خوړو خونديتوب په لارو چارو او يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.
۲۳/۸/۱۳۹۸
په سره رود ولسوالۍ کې ۴۰ کروندګرو سره د ۴ ټنه غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو مرسته شوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ډاکار موسسې په همکارۍ د سره رود په سلطانپور او احمدزیو کلیو کې څلويښت تنو بزګرانو ته د پنځه ويشت کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، پنځه ویشت کیلو توره او پنځوس کيلو یوریا سرو مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو امر عبدالوارث تاند د ویش پر مهال بزګرانو ته د غنمو د خزاني کمپاین د اصلاح شوي تخمونو په اهمیت، نورو بزګرو ته یی د ورکړې، د تخمونو د تولید په پړاوونو او د غنمو د کر په ترویجي بیغامونو خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ننګرهار ولایت کې د 3200 ټنو غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د ویش پلان لري.
۲۲/۸/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د زوکړې مبارکه ورځ ونمانځل شوه.
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د زوکړې مبارک ميلاد ونمانځل شو، چې پر مهال يې ولسوال محمد صديق دولتزي، حج اوقافو رئيس محمد داود مجاهد، علماء کرامو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي خوښي وښوده، چې د امنيت په فضاء کې ولسي خلک راټول شوي او د خپل محبوب پيغمبر د ميلاد ورځ نمانځي.
د حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد او نورو علماء کرامو د غونډې ګډنوالو ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مبارک صورت او سيرت په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه مبارک يې د ټول بشر لپاره د الله ج رحمت او استازی ياد کړ.
حج اوقافو رئيس په چپرهار ولسوالۍ کې د يو لوی جامع جومات د جوړولو او نورو ديني چارو کې د اجراتو تر سره کولو څخه هم خبر ورکړ.
۲۲/۸/۱۳۹۸
تورخم ګمرک په دوه ويشت ورځو کې ۱۲۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي
ننګرهار ولايت ګمرک رئيس نويد بشريار وايي تورخم ګمرک د لړم مياشتې په دوه ويشت ورځو کې د ښه مديريت او نظم رامنځته کېدو له امله ۱۲۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د تورخم ګمرک مسئولين وايي، چې تېر کال يې د لړم مياشتې په ديرش ورځو کې ۱۲۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي و؛ خو سږکال يې د يادې مياشتې ټارګټ په دوه ويشت ورځو کې پوره کړی دی.
دوی د عوايدو لوړيدلو لامل په ګمرکي چارو کې د فساد لمنځه وړل، ښه مديريت، لاسوهنو مخنيوی او شفافيت رامنځته کېدل ياد کړل.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون له لورې د سولې په نامه د سپورټ اوونۍ پيل شوه
ننګرهار کې د خراسان په نوم د خصوصي پوهنتون له لورې په دغه ولايت کې سولې ته د ځوانانو هڅوونې په موخه د سولې او سپورټ اوونۍ پيل شوه، چې په بېلابېلو برخو کې به لوبې تر سره کړي.
د پوهنتون مسئولین وايي، يادې ورزشي مېلې ته يې پر ننګرهار سربېره د پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ورزشکاران هم راغوښتي دي.
د ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د خراسان پوهنتون له مسئولینو مننه وکړه چې محصلينو ته د ذهني روزنې سربېره د جسمي روزنې زمينې هم برابرې کړې دي.
هغه د روحي فشار د لرې کولو لپاره ورزش ښه وسيله ياده کړه او د نورو خصوصي پوهنتونونو په مسئولينو يې هم غږ وکړ چې د خپلو محصلينو لپاره د ورزش زمينه برابره کړي.
د خراسان پوهنتون رئيس دوکتور احمد طارق کمال وويل، د سولې د راتګ لپاره په هېواد کې هيله مندي ډيره ده او دوی غواړي د ورزش له لارې ځوانان له جګړو لرې او د سولې په کارونو کې يې بوخت کړي.
هغه زياته کړه، په همدې موخه دوی د ورزش اوونۍ پيل کړه چې په کې به د ننګرهار د يو شمېر ورزشي لوبډلو ترڅنګ د کابل، کندز، پروان او يو شمېر نورو ولايتونو لوبډلې هم برخه اخلي.
دی وايي، ياد لوبغاړي به د کرکټ، واليبال، ټينس، پړي کش کولو، منډو او کراټو برخه کې خپلمنځي سيالۍ ترسره کړي چې ټول به خپلو ولايتونو ته د سولې له پيغام سره ستانه شي.دی زياتوي، د دغه پروګرام بله موخه د بېلابېلو ولايتونو د ځوانانو ترمنځ د اړيکو جوړېدل او له بې اتفاقيو يې لرې ساتل دي.ننګرهار ولايت پوهنې رئیس د ياد پوهنتون له مسئولينو مننه وکړه، چې محصلينو ته يې ورزش په موخه ښه چاپېريال رامنځته کړی او د ورزش په ټولنيزو، اقتصادي او روغتيايي ګټو يې خبرې او بحث وکړ.دغې ورزشي اوونۍ ته له کابل څخه د افغانستان د واليبال ملي لوبډله هم راغلې وه، د دغې ډلې لوبډلمشر اميد ځدراڼ هيله څرګنده کړه چې دا ډول لوبې دې په هېواد کې د سولې د راتګ پيلامه شي.دغه راز د ننګرهار د واليبال د منتخبې لوبډلې مشر رجب وويل، دا ډول پروګرامونه کولی شي چې ځوانان له ناوړه او غير قانوني کارونو څخه وژغوري او خپلو منځونو کې يې اړيکې پراخې کړي.خراسان خصوصي پوهنتون چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې تاسيس شوی د ختيځ په کچه لومړنی خصوصي پوهنتون دی چې د ماسټرۍ تر کچې په کې زده کړې کېږي.ياد پوهنتون روان کال د لوړو زده کړو وزارت له لورې د هېواد په کچه دويم معياري پوهنتون هم اعلان شوی دی.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د ۵۰۰ قطعي چرګوړو ۵۰ فارمونه جوړ شول.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې (NHLP) په مالي او د SOFAR موسسې په تخینکي مرسته د ننګرهار ولایت په دره نور او کوز کونړ ولسوالیو کې د ۵۰۰ قطعي چرګوړو ۵۰ فارمونه جوړ او د چرګوړو د ویش لړۍ پیل شوه.د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې (NHLP) مسئولين وایې : دغه فارمونو ته به ۵۰۰ د غوښو چرګوړي ورکړل شي چې ورسره به هم مهاله اړوند لوازم هم وویشل شي.مسئولين زیاتوي: هر فارم ته ۱۵ ابخوري، ۱۵ اتوماتیک دانه خوري، ۱۰ ساده ابخوري، ۱۰ ساده دانه خوري، ۱۰ پایې لاټین، ۳۲ بوجۍ ۵۰ کیلو ګرامه خوراکه، بور، د فارمونو کاغذ یا اخبار، ترمامیتر او د اړتیا په اندازه درمل هم ورکړل شول.ددغه چرګوړو د ویش په مراسمو کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د حیواني روغتیا امر ډاکترمحمد ضمير بهسودى او د ياد رياست د څارنې او ارزونې عمومي مدير خان محمد شيرزاد ګډون کړى و .
د حیواني روغتیا امر ډاکټرمحمد ضمیر بهسودي د خپلو خبرو په ترڅ کې فارم لرونکو ته لازمې سپارښتنې او مسلکي مشورې وکړې چې د یادو فارمونو د ښې ساتنې او په راتلونکي کې هم ترې د کورنۍ د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ګټه پورته کړي چې د ننګرهار په کچه ياد صنعت ته وده ورکړل شي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستیالې د سراج العمارت بڼ کې د موزيم او جلال اباد شاهي ماڼۍ د رغولو له چارو څارنه وکړه.
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د ولايت مقام سکتوري خدمتونو او ښار جوړونې رئيسانو په ملتيا په ملتيا سراج العمارت بڼ کې د جهان شرکت له لوري د يو موزيم د جوړيدو او جلال اباد شاهي ماڼۍ د رغولو له چارو څارنه وکړه.
د يادې ليدنې او څآرنې پر مهال د اړونده شرکتونو مسئولینو له لوري د ولايت مرستيالې ته معلومات ورکړل شول او ډاډ يې څرګند کړ، چې چارې په معياري ډول پرمخ روانې دي.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د جوړونکو شرکتونو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د قرارداد اُصولو او انجينرۍ معيارونو سره سم تر سره کړي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
په ننګرهار کې د چرګانو د کاروبار د ارزونې په موخه د يوې جوړې شوې غونډې ګډونوال وايي، چې د مسلکي روزنې نشتوالي له امله دغه ولايت کې د چرګانو کاروباريان زيانمن شوي دي.
دوی په دې باور دي چې دلته د چرګانو د روزنې فارم لرونکي د چرګانو روزنه په عصري بڼه نه کوي؛ نو ځکه بهرنيو هېوادونو ته د دوی توليدات نه صادريږي او زيان سره مخ کېږي.
د لړم په ۲۲مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د خصوصي سکټور د پراختيا اجرايي کمېټې له لورې په دغه ولايت کې د چرګانو د سکټور لوړونې په موخه غونډه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ننګرهار له سوداګرو سره د خصوصي سکټور د پراختيا کمېټې په اړه چې د حکومت په چوکاټ کې جوړه شوې او له تېر يو نيم کال راهېسې فعاليت کوي هم معلومات شريک شول.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړی ډاکټر مخلص احمد وايي، تر اوسه دوی سره په دې اړه چې د اجرايه رئيس په مشرۍ د خصوصي سکټور د ستونزو حل په موخه کمېټه جوړه شوې معلومات نه و شريک شوي چې اوس له دغې کمېټې خبر شول.
دی زياتوي له جوړې شوې غونډې بله موخه د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د چرګانو د پروسس او رزونې د کاروبار د ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه بحث و چې د فارم لرونکي عدم مسلکيتوب دلته سوداګر له زيان سره مخ کړي دي.
دی پر حکومت غږ کوي، چې د دغه مهم صنعت د پراختيا لپاره پر کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان توليد چرګانو د غوښې اخېستل لازمي کړي.
په ورته وخت کې د خصوصي سکټور د پراختيا کمېټې استازي رفيع الله شېرزاد چې دغه غونډې ته يې وينا کوله وويل، د مسلکي روزنې نشتوالي له امله ننګرهار کې د چرګانو کاروباريان زيان ويني.
دی وايي: (( نړۍ اوس د هر څه د روزنې او صنعت لپاره نوي طرزونه لري، مګر دلته لا هم په عنعنوي شکل چرګان روزل کېږي او د پروسس لپاره يې هم کومه زمينه نه ده برابره شوې؛ نو ځکه دلته توليدېدونکي چرګان يوازې په کورني بازار تکيه دي چې سوداګر له زيان سره مخ کوي.))
په ختيځ کې د چرګانو د روزنې فارمونو اتحاديه وايي، اوس مهال په ختيځ زون کې له دريو زرو زيات فارمونه موجود دي، چې له ډلې يې نږدې دوه نيم زره په ننګرهار ولايت کې دي.
د دغې اتحاديې وياند سيد رحيم خان بابکرخېل وويل، چې په ننګرهار ولايت کې فارم لرونکي لا هم د بازار له نشتوالي، د يو ورځنيو چرګوړو او د چرګانو د دانو له کمښت سره مخ دي.
هغه وويل، که دولت او په ځانګړي توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت دغو ستونزو ته پاملرنه ونکړي؛ نو ياد فارمونه به له سقوط سره مخ شي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار ولايت يو شمېر مدني فعالانو او له کابل څخه د سولې لپاره د ځوانانو د ګروپ راغلو غړو د سولې د افغاني خبرو اترو د پيل او اوربند غوښتنه وکړه.دوی پر نړېوالې ټولنې، افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړو څخه لاس واخلي او سولې ته زمينه برابره کړي.
دوی د لړم په ۲۲مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په امير شهيد بڼ کې راټول شوي و او ټينګار يې وکړ چې ننګرهار تل په جګړو کې قرباني ورکړې د سولې کور دې هم همدا ولايت شي.
د سولې لپاره د ځوانانو د ګروپ غړي او د دغه لاريون يو ګډونوال احسان الله حکمت وويل، موخه يې د سولې په اړه د ننګرهار د خلکو غږ نړيوالو، حکومت او طالبانو ته رسول دي.هغه زياته کړه: ((دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې چې له ننګرهار چې د جګړې اصلي قرباني دی او اوس هم جګړه يې ځينو سيمو کې شته، خلکو ته دجګړې اصلي تصوير روښانه او همدا ډول پر حکومت او طالبانو غږ وکړو، چې جګړه بنده کړي او سوله وکړي.))
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی او مدني فعال امين شينواری وايي، دلته د سولې د غږ پورته کېدو په موخه راټول شوي دي او يوازينۍ هيله مو په هېواد کې د سولې راتګ دی.
هغه پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې له هرې ممکنه لارې دې د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې وکړي، ځکه د جګړو له امله ټول هېواد زيان ليدلی دی.د سولې په ملاتړ د جوړ شوي دغه لاريون ګډونوال په يو پريکړه ليک د امريکا په منځګړتوب له طالبانو سره د مذاکراتو د پيل او په دغه برخه کې د افغان حکومت پر ونډې ټينګار وکړ.
دوی دغه راز له افغان حکومت، بهرنيو ځواکونو او طالبانو څخه وغوښتل چې بېړنی اوربند اعلان او د افغان وژنې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
جلال باد ښاروالۍ په نوښت د سولې او ملګرتیا ترعنوان لاندې د ختيځ زون ورزشي لوبډلو ترمنځ د سياليو لړۍ پیل شوه.
د يادو سياليو په ترڅ تېره ورځ د جلال اباد او مهترلام ښارواليو لوبډلو لوبې وکړې، چې مهترلام ښاروالۍ د ۳۴ منډو په توپير جلال اباد ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر حشمت الله جبارخېل وايي، چې له دې سياليو څخه يې موخه ځوانانو ترمنځ د ښې ملګرتيا او يووالي روحيې پياوړي کول دي.
د یادولو وړ ده، چې د یادو سیالیو په لړ کې نن د اسعد اباد او جلال اباد ښارولیو ترمنځ د وواليبال سیالي په لار اچول کېږي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
کوټ ولسوالۍ کې ۶۰۰ سوه بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ کې د FGA ادارې له لوري شپږ سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني وويل، چې هرې کورنۍ ته يو بوجۍ اوړه، څلرويشت پاکټه خوار ځواکۍ مخنيوي په موخه ککو، پنځه کيلو دال، پنځه لېتره غوړي او نور توکي ورکړل شول.
په ورته وخت کې د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د دې ولسوالۍ کوټې تاران سيمه کې د غر ښويدنې په پېښه کې د شهيد شوي تن کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه او د شهيد کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
۲۲/۸/۱۳۹۸
ننګرهار امنيه قوماندان د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ويزه اخیستونکو له وضعيت او د پولیسو له چارو څارنه وکړه
ننګرهار امنيه قوماندان ايمیل نيازي د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ويزه اخیستونکو له وضعيت او د پولیسو له چارو ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د پولیسو مسئولينو او سرتیرو ته سپارښتنه وکړه، چې ويزه اخیستونکو سره ښه چلند وکړي او د دوی په نظم او تنظيم کې په حوصله هڅې تر سره کړي.
هغه همدا د ويزه اخیستونکو ستونزې او غوښتنې هم واوریدې او ډاډ يې ورکړ، چې اړونده مسئولینو سره به يې د حل په موخه شریکې کړي.
امنيه قوماندان ايميل نيازي د بهرنيو چارو ریاست مسئولينو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، ترڅو ویزه اخیستونکو ته د قونسلګرۍ مخې ته لازم سهولتونه برابر کړي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو او طب پوهنځيو د محصلينو تر منځ علمي او ذهني سيالي ترسره شوه
د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، له يادې سيالۍ او ورته نورو پروګرامونو يې موخه د محصلينو ذهني وده او کتاب لوستنې سره د هغوى د علاقې پيدا کول دي.
نوموړې سيالي، چې د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک ميلاد په وياړ د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له خوا جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون رئيس، د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنتون د فرهنګي کمېټې مشر، د طب او شرعياتو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلانو پکې برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د محصلينو په منځ کې د مثبت رقابت او سالمو بوختياوو پر ارزښت خبرې وکړې او ياده چاره يې د دوى په ذهني وده او انکشاف کې اغېزمنه وبلله.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د شرعياتو پوهنځي رئيس پوهاند دوکتور اسرارالحى منيب، د طب پوهنځي رئيس پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال او د پوهنتون د فرهنګي کمېټې مشر پوهنيار شريف الله وياند د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په وار سره د دغه ډول علمي سياليو پر ارزښت خبرې وکړې.
د غونډې په دويمه برخه کې د محصلينو تر منځ سيالي پيل شوه، چې ځواب ويونکي محصلين د کتابونو په ډاليو هم ونازول شول.