تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: د پاکستان پولیسو اعلان کړه چې ناڅرګندو وسله والو د خیبر پښتونخوا د ترهګر پر ضد د مبارزې یو لوړ پوړی چارواکی وژلی دی.
د پیښور د پولیسو یو قومندان ظهور بابر وايي، وسله والو د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې د مشر غني خان پر موټر برید کړی چې په ترڅ کې یې غني خان وژل شوی او د هغه ډریور له یو لاروي سره د وسله والو په ډزو کې ژوبل شوی دی.
د پیښور پولیس وايي، غني خان له تېرو څو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په کچه د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې پخپله برخه اخیستله.
تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د وژلو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځیانو او پولیسو بریدونه زیات شوي دي.
د روانې اوونۍ په پيل کې هم وسله والو د آی ایس آی د مامورینو پر یو موټر برید کې پنځه کسان ووژل.