ډاکتر ماخان میږی شینواری
ګرانو لوستونکو!
که ما دا لیکنه یو ساعت د مخه سرته رسولې وی، بل ډول به وی، خوداسې بیا له خوب ته تګ وروسته یا بیا خوبته تګ وخت کې ورته هکپک هم شوم او د لیکنې بڼې یا خوندیونې هم بڼه بدله کړه. زه دې کار ته لږ هکپک هم شوم، چې پښتورښتیا په ځینو برخو کې د نوروژبو سره پوره توپیرلري او غزېدلې ده، چې له دې امله د نورو ژبو ویونکو لپاره یې زده-کړه لږ ستونځمنه ده.
زما دې خوب ته تګ کې فکر شو، چې زموږ د پښتو غونډالو د کړنو د ډول سره څنګه نومځاینیوی بدلیږي؟
دا اوس لږ روښانه کوو:
دلته به له سره داسې یوڅه هم راوړو، چې زموږ د نورو ژبو یا په ځانګړې توګه دري ژبي افغانان ولې او څنګه له پښتو سره ستونځې لري او دا څنګه روښانه کولی شو، چې دا ستونځې او بی کړو؟
زما دې ته پخوا فکرنه و، ما غوښتل، چې په نومځاینیوو څه ولیکم، نو دې ته مې راپام شو.
په نورو ژبو یا لږترلږه په دري اوالماني کې د کړوني لپاره په رول کې د راتلونکي-، تلوني- لنډ – او اوږد تیر وخت لپاره بدلونونه راځي، خو په پښتو کې دا بل ډول دی، چې دلته لږ رڼا په اچوو.
درې بیلګې به راوړو، بیا به خبرې پرې وکړ.
لومړۍ بیلګه: تلل
زه ځم.
زه به لاړ شم
زه لاړم.
زه تللم
زه تللی وم.
په دې بیلګه کړنه وخت-اړوند بدلیږي او کړونی نه بدلیږي.
د دا ډول کړنو ډولونه او کوموالی باید وڅیړل شي او روښانه شي، چې کوم او څنګه بدلیږي (ګردانیږي).
پوښتنه: په تلنه وتګ کې به څه توپیروي؟
دویمه بیلګه: لیدل، کتل، که دا سره په ګډه بڼه بدل کړو.
زه ګورم………. زه وینم
زه به وګورم…. زه به ووینم
ما کتل ……….. ما لیدل
ما وکتل……..ما ولیدل
ما کتلي وو…. ما لیدلي وو
دا ښی او کین د دویمې لیکې وروسته سره بدلیدلی هم شي.
په پورته کړنو ،، لیدل،، او هم ،،کتل،، کې ګورو، چې دا د نورو کړنو غوندې بلدې ګرامري لارې نه لري، چې له لیدل څخه ګورم او کتل راځي. موږ باید نور داسې بیلارې کړنو ویونه هم پیدا کړو او هغه ځانګړي وڅیړو.
پوښتنه: داسې ویونه په نوروژبوکې هم شته، خوهلته یې موخه سره بیلیدلی شي. پوښتنه دا ده، چې ایا ،، لیدل،، او ،،کتل،، همغه څه یا کټمټ دي اوکه څه توپیر سره لري؟
د دې روښانه-ونه راته لږ اړیینه برېښي او بیا دا لټول یا پلټل سره څومره نږدېدي؟
دریمه بیلګه: غونډالې د کړنې، کړوني او (پرې) په کړوني سره.
بخښنه دې وي، چې د وهلو بیلګه راوړم، دا وهل موپه ذهن کې داسې کلک ناست دی، دا وهل او …، خو اوس مې لیکلي او بیا یې سمون راته لږ ستونځمن برېښي.
دریم الف- د لومړي کس له پاره:
۱ – زه تا وهم Ich schlage dich
۲ – زه به تا ووهم، خو Ich werde dich schlagen ,
۳ – ما ته ووهلې Ich habe dich geschlagen
۴ – ما ته وهلې Ich schlagte dich
۴ – ما ته وهلی وې Ich hatte dich geschlagen
د پورته او لاندې دري تاسو ولیکئ، د وړاندیزونو سره
دریم ب – د دویم کس لپاره
ته ما وهې.
ته به ما ووهې.
تا زه وهلم.
تا زه ووهلم.
تا زه وهلی وم.
دلته نو کومه ژبلار ده، چې لومړي کې یواځې کړنه بدلیږي او نومځاینیوی نه بدلیږي اوپه دې نورو کې بیا وخت-اړوند نومځاینیوي او کړنه دواړه بدلیږي؟ خبره څه کې یا چیرته ده؟
دا د نومځاینیو بدلیدنې له پاره هم کړنه ونډه لري یا د کړنې په غاړه دۍ.
موږ دا بدلون د دې ډول کړنو په بنسټ کوو:
لومړی: کړنې، چې هغه یوڅه ته اړنه وي، دا په دې مانا، چې دا کړنې پرې کیږي، که ووایو، چې خپلواکې وي.
دویم: هغه کړنې دي، چې هغه یوبل څه ته یا د یوبل څه له امله دي.
لومړي ټه: د دې کړنوبیلګې دي. تلل، بیدېدل، پاڅیدل. دلته یواځې کړونی دۍ اود هغه کړنه.
دویم ته: د دې کړنو بیلګې دي: لیدل،وهل، اورېدل. دلته کړنی دي او د کړنو سره مل یو بل څه ونډه لري، که یاد یې شوی وي یا نه، په دې مانا، چې یوڅه به ګورې، یوڅه به اورې، یوڅه به وهې، که یو په -کړونی وي اوکه نه.
د هرې بلې ژبې کسان، چې پښتوزده-کوي،ستوڼخې يې په څه کې دي؟
دا خبره مو پورته ځواب کړه، چې په پښتو کې ګړن-اړوند نومځاینیوي هم بدلیږي.
په پورته کې ګورو، چې د پښتو د نومځای نیوي کارونې سره پوره توپیر لري.
داسې لږ څه ګډې وډې به راشي:
ګورو چې د الماني نومځاینیوو کې بدلون نه دۍ راغلی یا نه رځي، خو په پښتو کې
ګورو، چې په راتلونکي او تلن وخت کې د کړوني اوپرېکړونې رول د لنډ – – اواوږد تیر وخت سره توپیر لري اوپه نوروژبو یا لږتر لږه الماني اودري کې داسې نه ده.
دا هم باید په ګوته شي، چې د کومو کړنوله پاره.
د هرڅه د مخه باید په یاد ولرو، چې هرد بلې ژبې زده-کوونکی(ردکوونی) خپله لومړۍ ژبه په دویمه ژبه ژباړي. هغه غونډالې، چې دوی په دویمه ژبه وایي، د هغې له پاره دا غونډاله په خپله ژبه لږترلږه په فکر کې وایي اوبیا یې په دویمه ژبه اړوي. دا کار تر هغه وخته کیږي، چې دویمه ژبه هم ښه زده شي اوپه ژبلار یې هم ښه وپوهیږي یا د غونډالو جوړولو په لار.
تل په فکرپسې فکر راځي: کړل کیدل دي او که کیدل؟؟؟ یوه کړنه ده، چې کړونی یې نا څرګند دۍ او په یو چا څه کیږي. ایا دا په-کړونی دۍ اوکه څنګه؟ ووهلم؟ دلته زه وهلکیږم دلته وهل کیدل اووهل، دا هم بیا بله لار ده، چې یوه څه کیږي او یو څه کیدل کیږي، دې ته هم باید په کړنو کې پام وشي……..
زه لیدل کیږم. ته لیدل کیږي. زه لیدل شوی یم. دلته بیا ټاکلی کړونی نه شته.
یادونه: دا ما ته نه دهروښانه چې زه دلته په کړونی دۍ اوکنه.
نوایا دې ته اړیو،چې په پښتوکې د لیدلو او کړلوتوپیر هموکړو،که څنګه؟
ایا دا کړنه او کیدنه په نوروژبو او پښتو کې څنګه دي؟
په الماني او همداسې په فارسي کې دوي باید داسې ووایي. دوي فکرکوي، چې ګوندې په ټولوغونډالډولونو کې د کړوني له پاره د درې ،، ما،، له پاره زه راځي، خو داسې،
۳ –م یو : زه تاته وهم
۴ – م یو : زه تاته وهلی یم
دا ځکه چې دوي دا څه له خپلې ژبې پښتوته را اړوي.
د پښتو پوهانودنده: دوي باید دا روښانه کړی شي او لارې چارې یې سمې روښانه کړی شي. دې تغیرته باید دوي له پیله پام وکړي او دا د پښتو زده کوونکو ته له ښوونځي روښانه کړي.
ګران لوستونکي به راته دا بخښنه کوي، چې زه ددې لیکلو څه یادونه کوم. دا به یا د مخه روښانه او لیکل شويوي او که نه، نو ما لږ ترلږه دا لارورته پرنیسته.
دا هره موضوع د یوه پوهنیز کار لیکنه ده، چې پوره روښانتیا ته اړتیا لري او دا هم ښه روښانه شي، چې دا د بلې ژبې کسان دا څنګه اسانه او ښه زده-کولی شي.
یادونه: دا بدلونونه باید دښوونځې نصاب کې راشي او د نورو ژبورده-کوونکوله پاره باید له پیله دا بدلونونه په ګوته شي، چې هغو همغه له پیلهورته پام اوبلد شي، خو:
دا باید له پیله ټول وڅیړل شي او ژبلارې ته ژبلارې له یوې لارې برابرشي، چې د خپلې پوهې برسیره، نورهم ښه پرې وپوهول شي.