تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: روسیې ویلي که د حقاني شبکې د مشرانو د خوشې کولو پلان عملي شي دا به د افغانستان د دولت د ستر حسن نیت ښکارندويي وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا تاس خبري اژانس ته ویلي، روسیه تل د افغانستان د ښکېلو ډلو لخوا سولې ته د رسېدو برخه کې د واقعي اقداماتو هرکلی کوي.
نوموړې زیاته کړې، روسیه د دریو طالب بندیانو خوشې کېدل د سولې واقعي اقدام او د افغان حکومت د پراخ حسن نیت ښکارندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د سه شنبې په ورځ د حقاني شبکې د دریو غړو د خوشې کولو خبر ورکړ، خو تېره شپه یو شمېر سرچینو تاند ته خبر ورکړ چې د دغو بندیانو تبادله لا تر اوسه نه ده شوې.