تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال ډیویډ پټریاس وايي، له طالبانو سره د ولسمشر ټرمپ لخوا د مذاکراتو د لغوه کولو پرېکړه پر ځای وه.

نوموړی وايي، دا نه یوازې یو سم کار و بلکې له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته امریکا ته دا فرصت برابر شوی دی چې له طالبانو سره د یوې ناسمې هوکړې بدې پایلې وارزوي.

ښاغلی پټریاس وايي، ښه او روغه هوکړه به هغه وي چې له مخې یې له ټولو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکه وشلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د نیک نیت له مخې د امریکايي پوهنتون د استادانو او د حقاني شبکې د دریو بندیانو د تبادلې معامله هم ځنډېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *