تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: طالبانو د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان او درې ساتونکي یې د بغلان په جلګه ولسوالۍ کې په ډزو وژلي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت تاند وویل، د تخار د ورسج قومندان محمد افضل حکیمي او ساتونکي يې د بغلان – تخار پر لویه لار د بغلان اړوند د جلګې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډزو وژل شوي دي.

ښاغلی بشارت وايي، محمد افضل حکیمي کور ته روان و چې لاره کې طالبانو ورته کمین نیولی او د هغوی موټر ته یې اور اچولی دی.

محمد افضل حکیمي جهادي قومندان و چې په دې وروستیو کې د ورسج امنیتي مسوولیت ورسپارل شوی و.
طالبانو لا د هغه د وژلو په تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *