تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ کال د مالي بودیجې مسوده ملي شورا ته د تصویب لپاره واستوله.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي تاند ته وویل، په دې مسوده باندې د سه شنبې په ورځ کابینې بحث کړی و او پاس کړې یې وه چې اوس ملي شورا ته د تصویب لپاره واستول شوه.

ښاغلي مسجدي هیله وښوده چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه به دا مسوده ژر تر ژره پاس کړي.

د ښاغلي مسجدي په وینا د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ۴۲۸ میلیارده او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوې ده چې له دې منځه یې ۲۸۰ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۳۹ میلیارده یې انکشافي بودیجې ته بېلې شوې پيسې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *