تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ټولو ټاکنیزو ډلو ته خبرداری ورکړی چې نوی ولسمشر به هغه څوک وي چې په بایومتریک رایو بریالی شوی وی.

نوموړې ټینګار کړی چې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې به هیڅ ډول درغلي ونه شي او نه به هم کوم خیانت ته په دې ملي پروسه کې اجازه ورکړي.

نوموړې وايي، تر هغو چې د ټاکنو د پروسې په تړاو پلټنې بشپړې نه شي، د ټاکنو پایلې نه اعلانوي.

نوموړې ویلي، د پایلو د اعلان ځنډ د هېواد په ګټه نه دی، خو په وینا یې دوی په دقت مخته ځي او د هیچا تر فشار لاندې نه راځي.

اغلې نورستاني ویلي، د رایو بیا شمېرنه یې مکلفیت دی، له همدې کبله باید دا پروسه په هر صورت پیل شي، خو چې هر څوک ګټونکی و، دوی به یې پرته له ډاره اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د میزان له ۲۷مې د عقرب ۲۳مې ته ځنډول شوی و، خو اوس یې د ځینو ټاکنیزو ډلو لخوا مخه نیول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *