تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: د امریکا ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکايي پوځ هغه دوه افسران وبخښل چې یو یې په افغانستان کې د دوه ملکیانو د وژنې په جرم په زندان کې اچول شوی دی او بل تر محاکمې لاندې دی.
د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ټرمپ، پوځي افسر کلنټ لارنس ته بخښنه وکړه چې خپلو سرتېرو ته یې افغانستان کې پر دریو موټر سایکل سپرو ملکیانو چې نسبتان په سرعت روان وو، د ډزو امر کړی و.
ولسمشر ټرمپ یو بل پوځي ډګروال میتیو ګولسټین ته هم بخښنه کړې چې په افغانستان کې په غیرقانوني وژنه تورن او محکمې ته معرفي شوی و.
د سپینې ماڼۍ لخوا ویل شوي چې ګولسټن یو مشکوک کس چې ګواکې بم جوړوي په مرمۍ ویشتلی و.
ټرمپ همدا راز یو بل پوځي افسر ایډورډ ګالاګر بیا په پوځي رتبه نازولی چې په افغانستان کې يې له طالبانو څخه یو برمته کس راخوشې کړی و خو په یوه بله قضیه کې مجرم بلل شوی و.