تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: په کندهار کې ۱۵ پېغلو د ښځو لپاره د مطالعې د اسانتیا برابرولو په یو کمپاین کې له ۳۰۰۰ ټوکو څخه زیات کتابونه راټول کړي دي.
دغو نجونو څلور میاشتې وړاندې د فیسبوک له لارې مېرمنو ته د کتاب راټولونې کمپاین پیل کړی او اوس غواړي چې له دغو کتابونو څخه نجونو او مېرمنو ته یو کتابتون هم جوړ کړي.
د دې کړۍ غړې فرزانه ظفري وايي، دوی ولیدل چې نجونې او مېرمنې په کندهار کې کتاب او کتابتون ته لاسرسی نه لري، ځکه له ۱۴ نورو نجونو سره یو ځای شوه او په دې کمپاین یې پیل وکړ: (( نجونو نه هم په پوهنتون نه هم په ښار کې داسې ځای درلود چې مطالعه په کې وکړي، موږ راټولې شوو او ومو پتېیله چې یو کتابتون ورته جوړ کړو، موږ په فسبوک کې پیج هم جوړ کړ او د همغه پیج له لارې مو دومره کتابونه راټول کړل.))
دغه نجونې له خلکو غواړي چې د کتاب ټولونې په کمپاین کې ورسره لا زیاته همکاري وکړي او هغه کتابونه چې دوی ورته اړتیا نه لري، د کندهار د نجونو د مطالعې لپاره دغه کمپاین ته دې یې ډالۍ کړي.