پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې باور دی چې د سیمې او نړیوالو په ملاتړ یوه سیاسي هوکړه د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره غوره لار ده تر څو ټولو ښکیلو لوریو ته د منلو وړ وي او د بهرنیو ځواکونو مسوولانه خروج ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي کرزي د روسیې له والدای کلب سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه ښه نه ده ځکه دا د امریکا، ګاونډیانو او افغانانو په ګټه کار نه دی.

د کرزي په خبره باید امریکایان په مسوولانه ډول له افغانستان څخه ووځي خو که داسې نه کوي باید تر وتلووړاندې هر څه له افغانانو، د سیمې له هېوادونو خصوصا له روسیې او چین سره شریک کړي، تر څو حامد کرزي په وینا سیمه په افغانستان کې د نامطلوبه نتایجو د مخنیوي لپاره مهم رول ادا کړي.

حامد کرزي همدا راز د سولې په پروسه کې د روسیې د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې روسیه په افغانستان کې د یو دایمي ثبات غوښتونکې ده، خو پر روسیې یې غږ کړی دی چې په افغانستان کې دې د هرې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره چمتو واوسي.

حامد کرزی چې د امریکا مهم ملګری او متحد بلل کېده، په دې وروستیو کې یې د روسیې خواته تمایلات، ویل کېږي چې په زیاتېدو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *