تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان او عراق کې یې تګلاره دا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره محلي اردو او پولیس پیاوړي وروزل شي.
ښاغلي برګ ویلي، د محلي اردو او پولیسو روزنه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېره ګټوره ثابته شوې ده او په وینا یې چې د ناټو ټینګار دا دی تر څو په عراق او افغانستان کې د محلي ځواکونو د روزنې لپاره تر ټولو غوره لارې چارې ولټول شي: (( موږ غواړو دا ځواکونه سم او په ښه شکل وروزو، تر څو دوی له ترهګرو سره د مبارزې جوګه شي.))
د ښاغلي سټولټنبرګ په اند هر کله که سیمه ییزه اردو ښه وروزل شوه، دوی به وکولی شي چې تر اوږدمهاله پورې د خپل هېوادد ثبات لپاره کار وکړي.
خو پخواني نظامیان بیا له ملي اردو، پولیسو او امنیت رالاندې ځواکونه ملیشې بولي او وايي، دا په هېواد کې د نامسووله وسله والو زیاتېدو او ګډوډۍ ته لار اواروي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او بهرنیان په دې وروستیو کې د محلي پولیسو له ځای پر ځای کولو وروسته په دې سلا شوي دي چې ځینو سیمو کې ۳۶ زره محلي اردو جوړه او ځای پر ځای کړي.