تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: ناڅرګنده وسله والو د کابل- پروان پر لویه لاره څلور څارنوالان په ډزو ویشتلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي تاند ته پېښه تایید کړه او د بګرام څارنوالۍ کې مؤظف څلور څارنوالان یې نن سهار دندې ته روان وو چې د وسله والولخوا د کابل قره باغ ولسوالۍ کې پرې برید شوی دی.

نوموړی وايي، په دې برید کې دوه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې د کندوز- بغلان پر لاره طالبانو د پوهنتون یو سپین ږیری استاد وژلی او د کابل- لوګر پر لاره یې د پکتیا د محکمې درې قاضیان او یو کارمند وژلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *