لیکنه او پلټنه:
ډاکټر محمدالله محمدياو نګین کرګر
تیتانوس یوه وژونکې ناروغي ده چې د (Clostridium Tetinii) باکتریا له امله رامنځ ته کیږي. دا باکتریا عمومً په خاورو ګردونو او د انسانانو او حیواناتو په فضله موادو کې پیداکیږي. دا باکتریاوې کولی شي د زخم (ټپ) له لارې د انسان بدن ته ورننوځې او د عصبي سیسټم له لارې په عصبی حجرو حمله وکړي.
د تیتانوس مکروب په ازاده هوا کې فعالیت (د زهرو تولید) نشي کولئ.
دا چې ټپ ته ورننوځي هلته اکسیجن یا هوا شتون نلري نو د زهرو تولیدول شروع کوي .
دا باکتریا د انسان په بدن کې یو قسم توکسین یا زهر تولیدوي چې د (Neurotoxin ) په نوم یادیږي په هره اندازه چې زخم عصبي سیسټم ته نژدې وي په هماغه اندازه یې نښې او نښانې ژر څرګندیږي .
انسان په هر عمر کې پرې اخته کیدای شي مګر په ماشومانو او ښځو کې یې د رامنځ ته کیدو موقع زیاته وي ، د مثال په ډول د ماشوم د نوم( ناف یا امبلیکل کورد) د پرې کولو په وخت کې امکان لري چې ماشوم ته تیتانوس بکتریا داخل شي بل دا چې عموما په افغانستان کې د ښځې او ماشومان له خاورو سره نږدی تماس کې وي، مثلا ماشومان په خاورو او ځمکه لوبې کوي او ښځینه بیا د کور پاکولو په وخت کې له خاورو او ګردونو سره زیات مخامخ کیږي نو تیتانوس کولی شي د یوی ستنې د سوري په اندازې زخم له لارې بدن ته لار پیدا کړي ، تیتانوس کولی شي د غوګونو د سوري کولو له لارې ، ناپاکو پیچکاریو ، سنتي او یا د جراحي عملیاتونو له لارې د انسان بدن ته داخل شي .
باید په یاد ولرو چې دهقانان یا هغه کسان چې کر کوي باید مخکې له مخکې د تیتانوس واکسین وکړي تر څو د تیتانوس مکروب په مقابل کې یې د بدن دفاعی سیسټم قوي وي او تیتانوس و نشي کولی بدن ته لار پیدا کړي .
عموما په دې مرض هغه خلک اخته کیږي چې کامل معافیت یې نه وي حاصل کړی او یا یې د ( TT ) واکسین نه وي لګولی .
نښې نښانې :
کولای شو تیتانوس د نښو نښانو له نظره درجه بندي کړو .
1 : عمومي تیتانوس
د 7 –21 ورځو پورې یې نښې او نښانې څرګندیږي چې عبارت دي له :
د تیتانوس دا قسم چې ډیر عام ده او د تیتانوس 80٪ تشکیلوي ، په لومړیو کې د مرۍ تریخوالی او د خوراک نه تیریدلو احساس کوي حتا خوله نشي خلاصولی او د خولې قلفۍ احساس کوي ، شدیده تبه لري ،د بدن لړزه لري، د مرۍ شخوالی لري ، له 48 ساعتونو ورسته د لاس او پښو شخوالی پیدا کوي حتا ټول وجود یې کلک (شخ) شي .دا ځکه چی تیتانوس د عضلاتو اعصابو باندی اغیزه کوې.
2 : ځایي تیتانوس
په ځایي تیتانوس کې په لومړیو کې هغه ساحه چې زخمي شوي وي کلک وي د مثال په ډول که لاس پښه یا د بدن کومه بله ساحه زخمي شي .
3 : د ماشومانو تیتانوس
د 3 – 10 ورځو پورې نښې نښانې څرګندوي
په دا ډول تیتانوس کې څنګه چې له نوم یې څرګندیږي عموما ماشومان اخته کیږي، ماشوم خوراک نکوي ، ناراحته وي ، وجود یې کلک (شخ) وي او د لاس وروړلو یا په غیږ کې نیولو په صورت کې ډیر ناراحته کیږي او ژاړي .
4 : دماغي تیتانوس
د تیتانوس دا ډول تر ټولو خطرناک ډول دی
د 1 – 2 ورځو پورې خپلې نښې نښانې څرګندوي .
څنګه مو چې مخکښې ذکر کړه څومره چې زخم عصبي سیسټم ته نژدې وي په هماغه اندازه یې نښې ژر څرګندیږي ، په دماغي تیتانوس کې عموما د سترګو نظر ختمیږي، د اوریدلو حس ختمیږي، پوزه د بوی حس له لاسه ورکوي، او په پوره عصبی سیستم ناوړه اغیزه لری. او یا داسې نور .
مخنیوی
عموما د (TT) واکسین د ماشومانو لپاره په پنځو مرحلو کې کیږي چې په 2 ،4، 6، 12،او یا 18 میاشتې بعد کې کیږي .
او که عمر یې د 7 کلنۍ نه غټ وي نو د DTP ( تیتانوس ، شنه ټوخلې او ډافتریا ) واکسین یوه میاشت وروسته (TT) او بیا بل 6 یا 12 میاشتې وروسته .
څنګه چې په دې پوه شو چې د تیتانوس باکتریا عموما د زخم له لارې د انسان بدن ته داخلیږي نو د زخمي کیدلو په صورت کې یا د زخمي ساحې د خاورو او ګردونو سره په وصل کیدو باید سم د لاسه زخمي ساحه پاکه شي او واکسین ولګول شي .
باید ضروري وګڼل شي چې د زخمي کیدو یا له ځمکې سره له تصادم وروسته دې حتما د تیتانوس واکسین وکړل شي.
که عمر د 60 نه زیات وي نو 500 – 250 پورې تیتانوس ایمینوګلوبولین دې ورکړل شي .
په عمومیاتو کې ویلی شو چې تیتانوس یوه وژونکي ناروغي ده چې په ډیر اساني سره کولی شي زمونږ بدن پرې اخته شي او زمونږ د مرګ سبب شي، دا چې له ضرر یې په امن وواسو باید د تیتانوس واکسین دوره مکمله کړو.