۲۴/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې زده کوونکو د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دیرشمه کالیزه د شعرونو او مقالو په لوستلو ونمانځله.
په همدې موخه دپوهنې ریاست له لورې د یونیسف ادارې په مرسته د جلال اباد ښار په بي بي حوا لېسه کې په جوړو شویو مراسمو کې چې دبېلابېلو ښوونځیو زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنیز بهیر سره د مرسته کوونکو ادارو استازو پکې برخه اخیستې وه.
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی د یونیسف ادارې نه مننه وکړه چې د دې په زړه پورې مراسمو په جوړولو کې یې مرسته کړې وه.
نوموړي وویل، چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې لا هم ماشومانو ته د مستقلو شخصیتونو په سترګه نه کتل کیږي او هغه حقونه چې داسلام مبارک دین او نورو مدني قوانینو ماشومانو ته ورکړي، نه ورکول کیږي.
هغه زياته کړه؛ که ماشومان د خپلو حقونو دغوښتنو زړورتیا نه لري باید لویان یې د حقونو په ورکولو ځان مکلف وبولي.
دی وايي، له بده مرغه پخوا په ښوونځیو کې هم له زده کوونکو سره ناسم چلند کیده او تل به له تاوتریخوالي سره مخ وو؛ خو اوس پام وړ بدلون راغلی دی .
پوهنې رئيس وویل موږ باید په ګډه د ماشومانو حقونو ورکولو کولتور دودولو ته کار وکړو.
په ختيځو ولایتونوکې د یونیسف ادارې د ښوونیزې برخې مشرې او د یادې ادارې سرپرستې انیتا حیدري خبرې وکړې او دماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون په اړه یې معلومات وړاندې کړل .ا
نوموړې وویل دخوښۍ ځای دی چې اوس د پوهنې اداره د ماشومانو د حقونو په تر لاسه کولو کې د یوې مدافعې ادارې په توګه چلند کوي. هغې د پوهنې له ریس او مشرتابه مننه وکړه چې دې برخې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
دمراسمو په دویمه برخه کې د ماشومانو په اړه د زده کوونکو ترمنځ د مقالو او شعر ویلو مسابقه ترسره شوه، چې د خوا او شا ۶۰ تنو زده کوونکو له منځه شلو تنو غوره شویو زده کوونکو خپل شعرونه او مقالې ولوستې چې د ټاکل شوي پلاوي له لورې یې تر منځه پنځه شعرونه غوره او ویونکو ته یې برابرې شوې ځآنګړې ډالۍ او همدارنګه شلو واړو زده کوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.
دمراسمو په اوږدو کې دبي بي عایشې صدیقې او چکنورویو لېسو زده کوونکو په زړه پورې ترانې هم وړاندې کړې.
۲۴/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مقام کې د ۲۲ ولسواليو سکتوري خدمتونو او قريه جاتو مديرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
ننګرهار ولايت مقام سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي همیم د بيا رغونې او ولسواليو کار پوهانو او ۲۲ ولسواليو سکتوري او قريه جاتو مديرانو سره د همغږۍ مياشتنۍ ناسته وکړه.
د دې ناستې په ترڅ کې د ۲۲ ولسواليو د سکتوري خدمتونو او قريه جاتو مديرانو د يوې مياشتې تر سره کړيو کړنو راپور وړاندې کړ، چې سکتوري رئیس يې د اجراتو ستاينه وکړه.
د ولايت سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي هميم يادو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې د بيا رغونې پروژو په تطبیق کې همکاري او د روانو چارو څخه دوامداره څارنه وکړي.
همدا راز په دې ناسته کې په ولسواليو کې د متوازن انکشاف او پرمختيا په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول.
په دې ناسته کې د ولسواليو اړوند د يو شمېر ستونزو حل او په چارو کې د اصلاحاتو په موخه هم بحث تر سره شو.
۲۴/۸/۱۳۹۸
نازيانو ولسوالۍ کې د درې نيم ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې کليو پراختيا ادارې له لوري د درې ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو يوه شبکه تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د نازيانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق وويل، چې له دې شبکې څخه به شاوخوا څلور سوه کورنۍ ګټه پورته کړي.
نوموړي وويل، که څه هم په دې ولسوالۍ کې يو شمېر د اوبو شبکې جوړې شوي؛ خو لا هم ډېری کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نلري او غیر صحي اوبه هم له ډېرو لرو سيمو راوړي، چې له امله يې ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه پر مسئولينو غږ وکړ، چې په دې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو نورې شبکې هم جوړې کړي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.
۲۴/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت شينوارو، کوټ او روداتو ولسواليو کې د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د زوکړې ورځې په مناسبت غونډه او د قرانکریم ختم وشو.
ننګرهار ولايت شینوارو، کوټ او روداتو ولسواليو کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځې په مناسبت غونډې او د قرانکریم ختمونه وشول.
دغه مراسم، چې په جلا ډول په يادو ولسوالیو کې تر سره شول پر مهال يې د قران کريم ختمونه وشول او همدا راز نعتيه کلامونه او د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د صورت او سيرت په هکله ویناوې وړاندې شوې.
علماء کرامو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر حقانيت، امينتوب، رښتينولۍ او د هغه ارشاداتو په اړه معلومات ورکړل او هغه مبارک يې د ټول بشر لپاره د الله ج له لوري د رحمت او خلاصون وروستی استازی ياد کړ.
د غونډې پر مهال نورو ويناوالو د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو يادونه وکړه او د هغه مبارک عادتونه او سنت پر ځای کول يې د امت لپاره د خلاصون او سکون غوره لار وبلله.
۲۴/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښاروال د یو شمېر ښاريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې
جلال اباد ښاروال روح الامين حسن، چې د نهو ناحيو مسئولينو او نورو شتون درلود د يو شمېر مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې او مسئولينو ته يې د لازمو اجراتو سپارښتنې وکړې.
نوموړي ټولو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو کاري ساحو کې دې مشتریانو سره د ښه چلند تر څنګ د دوی په کارونو کې هیڅ ډول ځنډ نه رامنځته کوي.
هغه ژمنه وکړه، چې د ښاريانو ستونزو حل او سهولتونو په برابرولو کې به مسئولينو سره به په ګډه لازمې هڅې تر سره کړي.
۲۴/۸/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنيو سره د اشپز خانې وسايلو او توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د کار ټولنيزو چارو رياست په هڅو TDH مرستندويه ادارې له لوري ۱۵۰ کورنيو سره د اشپز خانې وسايلو او توکو مرسته وشوه.
کار او ټولنيزو چار رئيس عبدالحکيم شيرزاد وويل، چې هرې کورنۍ ته د اشپز خانې يو کيټ، چې په کې سطل، ګيلاسونه، ګاز ډبه، ديګي، کاسې، اوبو کولر، ترماز، او د اشپز خانې نور اړوند توکي شامل و ورکړل شول.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري پر مسئولينو غږ وکړ، ترڅو بېوزله کورنيو سره د ژمنيو توکو مرسته هم وکړي.
۲۵/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو پنځلس هټۍ د نظم نه مراعت کولو له امله وتړلې
جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو د لومړۍ ناحيې اړوند اهنګرۍ کوڅه کې پنځلس هغه هټۍ وتړلې، چې له پلو لارو څخه يې غير قانوني ګټه اخيسته او له امله يې پلې لارې او ويالې تخريب کړې وې.
جلال اباد ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم امر شاکر سباوون وویل: (( جلال اباد ښاریانو د بار بار شکایتو له مخې مو یادو هټیوالو ته درې وارې توصیه هم کړې وه، چې پلو لارو او ویالو څخه دې خپل میزونه او تختونه لرې کړي.))
هغه وايي، چې يادې هټۍ يې وتړلې او د دوی میزونه او تختونه يې د ښاروالۍ ګودام ته انتقال کړل.