نورمدین بلخېل
افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چين تر منځ واقع دی، افغانستان نږدې شپږ دېرش میلیونه نفوس لري چې په دې کې اکثره یې پښتانه دي، چې نږدې پنځه شپیته فیصده نفوس تشکیلوي، پښتانه د تېرو څو پېړیو راهېسې په دې خاوره حاکم پاتې شوي دي او هيله یې دا ده چې باید برخه یې د دیموکراسۍ د اصولو او هم د نفوسو د برخې په اساس تر هر چا زیاته او قاطع وي، خو ولې ځینې ضدي ګړۍ چې د افغانستان په اقلیت قومونو پورې ارتباط لري او تر ډېره د دښمنو خارجي هېوادونو له خوا تمویلیږي، دا فکر کوي چې پښتانه د اصولو او د حق له مخې نه بلکې په زور او جبر سره د قدرت په ګدۍ ناست دي او دغو فتنه اچوونکو افرادو په دې توګه په دې واحد ملت کې درزونه او مشکلات را منځ ته کړي دي، چې نتیجه یې تر ننه پورې دلته خپل منځي جنګونه او جګړې دي.
کله چې د نن اتلس کاله مخکې د طالبانو رژیم نسکور شو او په نتیجه کې یې د نړیوالو په همکارۍ دلته یو دولت را منځ ته شو، نو ورسره یو ځل بیا د افغانستان په دې ملت باندې د افغانستان لږکي او یا اکلیتونه حاکم شول، کوم چې نه یوازې د افغانمستان د ټولو خلکو په خوښه نه وو، بلکې په تېر کې د افغانستان د خلکو په وینو تویولو کې یې هم لاس درلود، په دې سره ځینو یو ځل بیا د وخت د نړیوالو همکارانو او نورو څخه غوښتنه وکړه چې هسې نه یو ځل بیا دغه نظام د هغو خلکو له غبرګون سره مخ شي کوم چې فکر کوي دوی په اوسني دولت کې خپله حقه برخه نه لري، خو دا خبره نړیوالو اوپه خاص طور امریکا دومره جدي ونه نېوه او د همدغو بدنامو خلکو سره یې په معاملاتو او هغوی ته په نورو امتیازاتو ورکولو سره خپل دغه عمل ته دوام ورکړ.
دغه خلک چې تر ډېره یې په افغانستان کې نړیوال ځواکونو هم په څنګ کې وو، هڅه وکړه تر څو په مختلفو نومونو سره دغه خلک چې اکثره د جنوب پښتانه وو، وځپي، ځینې داسې هم پېښ شول چې د افغان دولت مخالفینو مشران به چې کله د افغان دولت سره یو ځای کیدل نو بیا به د همدغو خلکو په دستور نړیوالو ځواکونوله خوا نېول کیدل او وژل کیدل، چې په دې توګه سره ډېری د مخالفینو او په خاص ډول د طالبانو مشران اوقومندانان د افغانستان او پاکستان تر منځ پټو ځایونو ته چې د کوم حکومت او د قانون تر پوښښ لاندې نه وو، وتښتیدل او بیا د افغان دولت او همدارنګه د نړیوالو قوتونو پر خلاف بېرته افغانستان ته راغلل او ور سره هغه افغانان چې دغه نظام او دولت یې د ځان نه باله، د دغو خلکو سره یو ځای شول او په یوې سختې چریکي جګړې یې لاس پورې کړ، که څه هم امریکا په ټول توان هڅه وکړه تر څو د دغو خلکو دا پاڅون وځپي خو ولې نتیجه یې منفي شوه.
دغو خلکو ته د نړیوالو مرستو پوره برخه هم ونه رسیده او دا فکر یې وکړ چې نور نو دوی په دې خاوره کې د ښه ژوند کولو حق نه لري، ځکه دوی داسې سوچ وکړ چې د دغو مرستو زیاته برخه هم د هغو خلکو د ژوند لپاره مصرفیږي چې په اوسني دولت کې لوړ لوړ موقفونه لري او نور په اصل کې د دې خلکو او ولس دښمنان دي، ځکه نو دوی د یوې ارادې له مخې د افغان دولت او هم د نړیوالو قواوو په خلاف وسله راپورته کړه چې حالت یې موږ او تاسو نن په خپلو سترګو وینو.
اوس امریکا او افغان دولت سل فیصده دا کوښښ کوي چې ترڅو دغه تنزعه په هره بیه قراره کړي، خو ولې تر اوسه کومې معلومې نتیجې ته نه دي رسیدلي او دا به ورته ډېره ګرانه وي چې دوی اوس د دغو خلکو د غوښتنو په مقابل کې لبیک ووايی او ویې مني.
داسې ښکاري چې دغه خلک چې طالبان یې اصلي او محوري ډله ده، یوه دا غوښتنه هم لري چې باید امریکايي او نور نړیوال عسکر زر تر زره له افغانستان څخه ووزي، دوی وايي چې که چېرې یو امریکايي سرتېری په افغانستان کې موجود وي، دوی به تر وروستۍ سلګۍ پورې خپلو حملو ته زور ورکړي، دوی اراده کړې چې تر څو دلته یو خارجي عسکر اوسيږي نو په هيڅ صورت د یو افغاني حکومت د راتللو امکان نشته، بلکې د بهرنیانو په خوښه یو ګوډاګی نظام به حاکم وي.
په اوس مهال کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې که څه هم رسما نه دي شروع شوي، خو بیا هم د دوی په مابین د خبرو لېنک موجود دی، دا یو څه مودا مخکې د طالبانو او امریکایانو په مابین کې د بندیانو تبادله ددې ښودنه کوي چې دوی په خپل منځ کې سره کیني او تدریجا خپل مشکل حل کوي، له هغې وروسته بیا د انس حقاني، ملي خان او حافظ عبدالرشید کوم چې د حقاني شبکې لوړپوړي غړي دي، ازادیدل د دې کلک ثبوت دی چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو اصلي ريښه موجوده ده او دا ریښه څوک نه شي منتفي کولای.
یو څه وخت مخکې د امریکا نږدې څوارلس زره عسکر په افغانستاان کې موجود وو، خو ولې وروسته دوه زره امریکايي عسکر د افغانستان نه ووتل او په دې ډول د امریکا تقریبا دولس زره عسکر دلته پاتې شول، که څه هم امریکایانو وویل چې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو باسل د دوی هدف دی، خو دا د دوی خپل کار و، چې دا دوه زره عسکر د افغانستان نه باسي، په دې کې کوم بل لاس نه شي کیدای، خو داسې هم ویل کیږي چې ممکن دغه کار هم د طالبانو سره په ارتباط کې شوی وي.
بل خوا که د طالبانو اقوالو ته وکتل شي دا ترې څرګنديږي چې دوی د امریکایانو سره په ربط کې دي او په دې کلک تاکید کوي، چې امریکایان عسکر به له افغانستان نه وزي او بیا به بهرنۍ ټولې پایګاوې او همدارنګه بهرني ټول لېنکونه له منځه ځي او بالاخره دلته به یو د خلکو په خوښه حکومت را منځ ته کیږي، داسې حکومت چې د ټولو ګاونډیو او د نړۍ د ټولو ملکونو سره متوازنې او ښې اړیکې ولري.
د یوه تلپاتې او پتمند افغانستان په هيله!
my opinion about two teachers;
dears in the western world or in AMERICA every one isNOT KING OR MILLIONAIRS;
EVERY ONE WORKING HARD FOR SUPPORT HIS LIFE&FAMILY;
A MILLION PEOPLES ARE UNEMPLOYED;
THIS IS NOT EASY FOR SOMEONE TO TRAVEL TO AFGHANISTAN
AND DO JOB LIKE TEACHERS IN KABUL;
OF COURSE THIS TEACHER FROM FINANCIAL ISSUE TRAVEL TO AFGHANISTAN.
HE WAS READY TO ACCEPT ANY HARDSHIP BECAUSE HE NEEDED.
LOOK TO THE PICTURE OF OLD MAN TEACHER.IT LEAST HE IS HUMAN.
YOU THINK ABOUT TALIBS AND HIS JUSTICE.
THIS IS FEAR OF TALIBS.AL LAH IS MERCIFUL
THANK YOU