تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د ننګرهار ځايي چارواکو ویلي، چې تېره ورځ ورته د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالس کې ۷۲ نور داعش جنګیالي تسلیم شوي دي.

د اچین ولسوال عاشق الله سادات تاند ته وايي، د شنبې په ورځ ناوخته ورته ۶۹ داعش جنګیالي له ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره یو ځای تسلیم شوي دي.

همدا راز د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم تاند ته وايي چې په دې ولسوالۍ کې درې مهم داعشیان د شنبې په ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي او وسلې یې هم افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

 چارواکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې به یو لوی شمېر نور داعشیان هم ورته تسلیم شي، په داسې حال کې چې تېره ورځ دفاع وزارت اعلان وکړ چې وروستیو دوه اوونیو کې ورته د تسلیم شویو داعشیانو شمېر ۶۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

 افغان ځواکونو له تېرو دوه اوونیو راهیسې په اچین کې داعش ډلې پر ضد ځپونکي عملیات پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *