تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د ننګرهار د کرنې رئیس سمیع الله نصرت نن سهار په یوه ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی.

 د ننګرهار د  والي ویاند عطا الله خوږیاڼی تاندته وايي، انجنیر نصرت نن سهار د کابل – جلال اباد پر لاره سرخکان سیمه کې ټکر کړی دی.

 بلخوا د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي هم پر خپله فیسبوک پاڼه د ننګرهار د کرنې د رئیس مړینه تایید کړې او هغه یې د وزارت یو لوی کادر بللی دی.

 انجنیر نصرت تر دې وړاندې په خوست او زابل کې دنده ترسره کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *