تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د فراه امنیه قومندانۍ هغه ۵۰ سرتېري وستایل چې په پشت کوه ولسوالۍ کې یې د طالبانو له محاصرې سره مقاومت وکړ او دا محاصره یې بالاخره ماته کړای شو.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته وايي، تېره ورځ دغو سرتېرو ته په یو لړ مراسمو کې د امنیه قومندان محمد امین احمدزي له لوري د تقدیر نښانونه او نغدي انعامونه هم ورکول شول.

ښاغلی محب وايي، پشت کوه هغه ولسوالي ده چې طالبانو په کې ۲۰۰ سرتېري په څو ځایونو کې نږدې درې میاشتې محاصره کړي وو، چې په یو ځای کې ایسارو ۵۰۰ سرتېرو یې محاصره پخپله ماته کړه او طالبان یې شاته وتمبول: (( اوس دا ولسوالي له طالبانو پاکه شوې خو دغو ۵۰ سرتېرو د طالبانو پر ضد جګړه ییزو عملیاتو کې خپله میړانه وښودله.))

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، د فراه ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو د څو میاشتنۍ محاصرې پر مهال  ګڼو سرتېرو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *