تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د جرمي شبکو خطرناک مشر، چنګېز خان له خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای ژوندی نیولی دی، چې اووه کابل ښاریان یې وژلي او ۴۲ یې ژوبل کړي وو.

 ملي امنیت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې چنګېزخان یې اوومه ناحیه کې د هدفمنده عملیاتو په ترڅ کې له دریو ملګرو سره لاس په لاس نیولی.

 خبرپاڼه کاږي، د دغې جرمي شبکې د مشر حامد (چنګېزی) ولد امیرشاه په ګډون د هغه مرستیال مطیع الله (قاري) ولد رحمت الله ،محمد اسحاق ولد محسن او صدیق الله ولد امیر محمد چې په تور صدیق مشهور و، د امنیتي ځواکونو لخوا په داسې حال کې نیول شوي چې دغې ډلې د اووه کسانو په وژلو او د ۴۲ کسانو په ژوبلولو کې لاس درلود: (( دوی همداراز د شپږمې او اوومې ناحیې له ۱۱ دوکاندارانو څخه دوه سوه زره افغانۍ او څلور زره ډالر هم په زور اخیستي وو.))

 ملي امنیت وايي،  دغو مجرمانو په اړه یې ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرو ته خلکو معلومات ورکړي وو.

 ملي امنیت وايي، په کابل ښار کې دننه به یې د جرمي ډلو پر ضد عملیات تر نامعلوم وخته روان وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *