تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن (یکشنبه) ویسټ انډیز ته په درېمه شل اوره مسابقه کې ماتې ورکړه په دې ترتیب یې د شل اوره سیالیو جام وګوټ. دواړو لوبډلو درې شل اوره سیالۍ وکړې چې لومړۍ ویسټ انډیز او دوې نورې افغانستان وګټلې.
نن شپه افغانستان د دې لړۍ وروستۍ سیالي، چې د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکوونکې وه، په (۲۹) منډو وګټله.
افغانستان، چې د مسابقې پچه یې ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ او سیال ټیم ته یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمت الله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.
په باولینک کې بیا نوین الحق ښه وځلېد.
ویسټ انډیز په شل اوره سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.
دې ټیم له افغانستان څخه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټیستلوبه هم وکړي.