نن چې پنجاپ په بلوچستان کې له بلوچانو سره کوم عمل کوي ښايي چې د اسلام په تاريخ کې هېڅ کافر له مسلمان سره نه وي کړی او نه کوم مسلمان له کوم کافر سره کړی وي، پنجاب دې نه خوشاليږي چې استاد اسلم بلوچ شهید شو او نور بلوچانو کې څوک نه دي پاتي، استاد اسلم بلوچ یو فکر دی چې نن سبا د هر بلوچ په کور کې اسلم بلوچ روزي مخکې به پنجاب يو اسلم بلوچ سره په جنګ وه اوس په هر کور کې اسلم بلوچ دی.
پنجاب هڅه کوي بلوچ قوم له تعلیم نه لرې وساتي، ښوونځيو ته يې اور اچوي او په پوهنتونو کې خپل ناپاک ارمي ورخوشې کړې ده. هغه څوک چې د فکر او د کار سړی وي هغه اختتاف کوي او په ناوړه مرګ يې وژني او جسد يې په ځنګلونو او په دښتو کې اچوي، هغه بلوچاچ تقريباً کلونه کلونه کېږي چې نادرک شوي دي نه يې د مړي درک شته او نه يې د ژوندي، د بلوچ مدني فعالانو د خپلې مبارزې له لارې پرلت وکړ او له نړيوالو يي د هغوي پيدا کولو غوښتنه وکړه، د هغه کمپ تقريباً 2000 ورځې پوره شوې خو پنجاب ناولی رياست ځان يې بې خبر ګڼلی، دوی د بلوچانو په کورونو ورننوزي د بلوچو عزت ته سپکاوی کوي او نارینه يي په کور دننه په ډزو غلبېل کوي او کورونو ته يې اور اچوي.
هغه پنجاب نن موږ سره په جګړه کې دی، چې د هغوي پرتوګونه کلونو مخکې موږ ویستلي وه او لکه د شغال په څېر په منډه کړی وه، زه ځوانانو باندې غږ کوم چې د قوم د حقوق او د خپل هېواد د بلوچستان د ازادۍ لپاره (براس) سره ملګري شئ، په دې سپېسلي جهاد کې خپله برخه واخلئ.
ځوانانو! مرګ خو هسې هم راروان دی، د دې پرځای چې د پنجاب مرتد عسکر دې لاسنیولا ووژني ښه نه ده چې د عزت مرګ غوره کړو، د خپل هېواد ازداد بلوچستان لپاره د خپلې خاورې لپاره پنجاب سره جنګ وکړو، هغه خوند چې په دې خړو غرونو او د خپلې خاورې په دفاع کې دی، فکر نه کوم چې د پنجاب وتلي ښار اسلام آباد کې دې وي.
ترڅو چې موږ راويښ نه شو پنجاب ریاست به مو وژني، همدايې وخت دی چې ځان راويښ کړو او د خپل ولس او د هېواد د ويښتيا لپاره کار وکړو.
هغو غدارانو ته مې دا پيغام دی، تاسو څه فکر کوئ تاسو به همداسې پاتې شئ د بلوچ په نسل کشي کې چې هر چا لاس لرلو د هغوي نومونه لیکل شوي دي او د هغوي د کور پته هم لیکل شوې ده، موږ به هغوی ته رسيږو او د خپلو کړونو سزا به ډېر ژر وګوري.
موږ ازادۍ ته ډېر نږدې یو، موږ به تل د خپلې خاورې دفا کوو موږ له هیڅ قوم سره اختلاف نلرو، موږ يوازې د خپلې خاورې ساتنه کو،موږ د هیچا کورته نه یو تللی، موږ د پنجابي کور ته نه يو تللي، موږ د پښتون کور ته نه یو ورغلي او نه هغوي زموږ کور ته راغلي، موږ د هيچا سيمې ته نه يو ورغلي او نه مو هلته څوک وژلي دي، موږ يواځې د خپلې خاورې دفاع او د بلوچستان ازادي غواړو، چې نن پنجاب پر موږ واکمن دی، زه په نړيوالو غږ کوم چې د بلوچستان ازادۍ د نړۍ لپاره د امن پيغام دی نو په برخه کې بلوچانو سره مرسته وکړئ، چې پنجاب نه خپله ازادۍ واخلي.
يادې خبرې باغي بلوچ يوې خپره شوې ويډيو کليپ کې کړي او له نړیوالو يې غوښتنه کړې چې له بلوچانو سره مرسته وکړي، څو له پنجاب نه خپله ازادۍ واخلي او دوی په امن کې ژوند وکړي، د باغي بلوچ په وينا بلوچ جنګيالي نه دي دوی اړ شوي چې ټوپک ته لاس کړي، بلوچ تعلیم پسند خلک دي او له تعلیم سره مینه لري.
باغي بلوچ زياتوي چې هغه ځوانان چې په بهرني هېوادونو کې ژوند کوي له هغوي نه مې جدي غوښتنه ده، چې د بلوچانو اواز تر نړيوالې ټولنې ورسوي تر څو د پنجاب ناولې څېره په ډاګه شي، پنجاب يواځې د بلوچ قوم قاتل نه بلکې د پښتنو قوم قاتل هم دی، په وزيرستان کې د طالب په نوم وزيرستان ولس قتلوي او کورونو يي ویجاړوي، ښونځي يې تړلي دي، پنجاب يوازې بلوچ قوم له تعلیمه لرې نه دی ساتلی بلکې پښتون قوم يې هم ستاتلی دی او د قلم پر ځای يې ټوپک ور په لاس کړی دی.
هغه خزانې چې په وزيرستان کې دي هغه غلا کوي او پنجاب پرې ابادوي لکه څنګه چې ګوادر نه ګیس پنجاب ته لېږدوي او پخپله ګوادر کليو کې خلک د يو څاڅي د اوبو او د رڼا په ارمان دي.
ترڅو چی بلوڅ ولس او پښتون ولس غږ یو نشی او ټول په مجموعی ډول پنجاب پرضد خپلی آزادی اخیستلو لپاره نړیوالو ته خپل غږ د لاریون له لاری ونه رسوی دا به ډیر ستونزمنه وی چی پنجاب دواړه ولسونو ته خپل حق ورکړی او هغه حقوقه چی نور قومونه یی پاکستان کی لری د دواړو قوموتو ته ورکړی او برخمن شی
که څه هم امریکا بلوڅ ملتپال قوم د پاکستان د خوشحالولو لپاره په تور لیست کی واچول مګر ورته ددی ظلم له خلاصون څخه یواځینی لار لاریون دی