تاند- دوشنبه، د عقرب ۲۷) د جمعیت ګوند اجراییه رييس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د ثبات او همپالنې د ټیم د مشر عبدالله عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې له خلکو وغوښتل چې د ده په وینا د هغه کاندید شخصي خبرو ته غوږ کښېنږدي چې په ځلونو ازمویل شوی دی.
ښاغلي عبدالله پرون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د رایو د بیاشمېرنې مخالفت وکړ او پټکه یې وکړه چې که دا بهیر ونه درېده له هرې ممکنې لارې به یې مخه ونیسي او خلک به کوڅو ته راووځي.
خو د جمعیت ګوند اجرايي رييس ښاغلی نور وايي چې «هیڅوک کوڅو ته د راوتلو لېوالتیا نه لري او هغوی چې داسې خیالونه لري، هغه دې له خپل سره وباسي.»
ده پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي«له علماوو، مشرانو، قوماندانانو او د افغانستان له عزتمنو خلکو په درناوي غواړم چې د قدرت د دغسي وږي شخص په وړاندې، چې د بقا لپاره هرې وسیلې ته یې لاس اچولی او سفارت په سفارت ګرځي چې ګوندي چوکۍ ورورسېږي، نه یوازې ودرېږي بلکې خلک هم وپوهوي.»
ښاغلي نور د ولسمشرۍ وروستیو انتخاباتو په اړه ویلي یې دي«د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې محترمو سیاسي ګوندونو او محترمو کاندیدانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د شکایاتو د اورېدو د کمیسیون د چوکیو لپاره خپل کاندیدان معرفي کړل او په نتیجه کې یې د دواړو کمیسیونونو کمیشنران غوره او د دې ملي دندې لپاره وګومارل شول.»
ولسمشر غني څو ځلې ویلي چې ده د یوه کاندید په توګه د کمیشنرانو د غوره کولو لپاره خپله رایه ونه کاروله.
ښاغلي عبدالله پرون (یکشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل، د کمېسیون ورکړل شوي ځوابونه ورته د قنات وړ نه دي.
ده وویل«د رایو په بیا شمېرنه او تفتیش کې زموږ نه ګډون په دې معنا دی چې موږ نورې پرېکړې کوو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لهخوا د رایو د بیا شمېرنې پیل په لوی لاس د انتخاباتو بحراني کوي، کمېسیون خپله بې طرفي او مشروعیت تر پوښتې لاندې راوستی دی.»
په همدې حال کې یو شمېر نورو کاندیدانو هم ویلي چې د رای د بیاشمېرنې پروسې ته خپل کاندیدان نه لېږي.
خو ښاغلي نور له کاندیدانو غوښتي چې کمیسیونونو ته فرصت ورکړي چې د مشروع مراجعو په توګه پروسه بشپړه او د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.
د چارو ځینې کتونکي وايي چې ټول کاندیدان په راتلونکي حکومت کې ونډه غواړي او له همدې کبله د انتخاباتو له پروسې سره مخالفت کوي.