حبیب الرحمان ننګ

تاند- (دوشنبه، د عقرب ۲۷) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په ۱۲ ولایتونو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو بیا رای شمېرنه بشپړه شوې ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس حبیب الرحمان ننګ نن وویل، که خنډ پېښ نه شي د رایو بیاشمېرنه به په ټولو ولایتونو کې بشپړه شي.

د ټولټاکنو کمیسیون د نوومبر په نهمه نېټه په څه باندې ۸ زره محلونو کې د رایو بیاشمېرنه پیل کړه خو ځینو کاندیدانو وویل چې خپل څارونکي به د دې پروسې څارنې ته ونه لېږي.

وروسته د کمیسیون غړیو د کاندیدانو او ګوندونو له استازو سره درې ورځې خبرې وکړې؛ د هغوی یو شمېر غوښتنې یې ومنلې او له پرون څخه یې د رایو بیا شمېرل پیل کړل خو له دې سره سره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د رایو له بیا شمېرلو سره مخالفت ته دوام ورکړ او ویې ویل چې کمیسیون قناعت نه دی ورکړی.

راپورونه وايي چې د عبدالله پلویانو نن په بدخشان کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر دفتر برید کړی، د دفتر دروازې او کړکۍ یې ماتې کړي او یو پولیس یې سخت ټپي کړی دی.

همداراز ویل کېږي چې د انتخاباتو کمیسیون په فاریاب، جوزجان، تخار، سرپل او پنجشېر کې هم د رایو د بیا شمېرنې د پروسې په پیلولو کې د عبدالله د پلویانو د مقاومت په خاطر له ستونزو سره مخامخ دی.

خو له بلې خوا په بددخشان، بغلان، هلمند، دایکنډی، کندهار، پکتیا، پکتیکا، غور، فراه، خوست، زابل، کابل، غزنی، پروان، کاپیسا، ننګرهار، کونړ و سمنگان کې د رایو بیاشمېرنه دوام لري.

2 thoughts on “په ۱۲ ولایتونو کې د رای د بیا شمېرلو پروسه بشپړه شوه”
  1. د عبدالله ټیم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرضد بغاوت کړی، قانون ماتوونکي باید د همدې کمیسیون له خوا جریمه او دعدلي ارګانو له خوا تر پوښتنې لاندې ونیول شي. که په دوی کې غلا او تقلب نه وي له محاسبې او بیا شمېرنې نه ولې ډاریږي؟

  2. کچیری د دروازو د ماتیدو خبره په ثبوت سره وی نو نور کاندان او ورسره د ټاکنو کمیسیون د شکایاتو کمیسیون ته او همدارنګه لوی څارنووالی او رسانیو ته افشا کړی ترڅو ولس پوه شی چی د عبدالله ټیم د اجرایی ریاست غوښتنه لری او نړیوالو ټولنی ته دی ووایی کچیری همپالنی ډله زموږ په چارو کی خنډونه جوړوی موږ خپلی چاری بندوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *