د امریکا سفیر

تاند- (سې شنبه، د عقرب ۲۸) په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس وايي، هیڅ شواهد نشته چې وښيي افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په انتخاباتي چارو کې ځان ښکېل کړی وي.

جان باس دا خبره وروسته له دې وکړه چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ادعا وکړه چې امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې د دوی پر معترضو پلویانو ډزې کړي او په لړ کې یې یو څارونکی وژل شوی او ۴ نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د عبدالله پلویانو په بدخشان ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر سیمه ییز دفتر یرغل ورووړ؛ د دغه دفتر دروازې او کړکۍ یې ماتې کړې او یو پولیس یې سخت ټپي کړ.

د کندوز چارواکو او شاهدانو په دې ولایت کې د یکشنبې په ورځ د یوه تن وژل کېدا او ۴ نورو ژوبلېدا د هاوان ګولیو د لګېدو له امله وبلله او ویې ویل چې دا بریددونه وسله والو طالبانو له چهاردرې ولسوالۍ څخه پر کندوز ښار کړي وو.

خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې ادعا کړې چې د ده پلویانو ته د افغان امنیتي ځواکونو د ډزو په نتیجه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس، چې په وروستیو کې عبدالله عبدالله په ځلونو ورسره کتلي او ګومان کېده چې له ښاغلي عبدالله سره ځانګړې خواخوږي لري، د دوشنبې په ورځ ناوخته په څو ټویټونو کې له افغانانو غوښتي چې ارام واوسي او د حقایقو پر اساس څرګندونې وکړي نه د اوازو له مخې.

ده په عین حال کې ویلي چې د ټولو هغو کاندیدانو چې د تاوتریخوالي په ځای له انتخاباتي پروسو کار اخلي، ملاتړ کوي.

د امریکا سفیر په غیر مستقیم ډول د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د افغانانو نهیلي توب تایید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *