تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: حکومتي سرچینو تاند ته خبر ورکړی چې د انس حقاني په شمول د حقاني شبکې درې غړي تېره ورځ له افغان زندانه بېرته خوشې کړای شوي دي.
د سرچینو په خبره درې واړه زندانیان تېره ورځ قطر ته رسول شوي او هلته به تر څار لاندې وي، خو لا څرګنده نه ده چې طالبانو د امریکايي پوهنتون د برمته استادانو د خوشې کولو په تړاو څه تصمیم نیولی دی؟
د تېرې سه شنبې په ورځ ولسمشر د انس حقاني، مالي خان او قاري رشید د خوشې کولو اعلان کړی او ویلي یې وو چې دا به د اوربند او د امریکايي پوهنتون د استادانو راخوشې کولو کې ګټور ثابت شي، خو د پنجشنبې په ورځ سرچینو وویل چې د بندیانو تبادله د طالبانو د بریدونو له کبله نه ده شوې.
همدا راز طالبانو بیا تور پورې کړ چې امریکا د بندیانو په تبادله کې ناغېړي کړې ده او بندیان یې په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته نه وو رسولي.