تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: ولسمشر غني د امریکا د باندنیو چارو له وزیرمایک پومپیو او د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره د حقاني شبکې د غړو د خوشې کېدو په تړاو جلا جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ وايي ولسمشر غني د حقاني شبکې د بندیانو په خوشې کولو له ټینګار سره ویلي چې په دې کار سره د سراسري اوربند او د تاوتریخوالي کمېدل د افغانانو تر منځ د سولې د مذاکراتو لپاره خورا مهم دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، امریکایي چارواکو د ولسمشر غني د وړاندیزونو په بدل کې ژممنه کړې که طالب لوری نرمښت ونه ښیي، پر وړاندې به یې له افغان حکومت سره یو ځای ودرېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي، په دې خبرو کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانانو تر منځ د مذاکراتو د پیل او یوې سیاسي حل لارې ته رسېدل، اوربند او د تاوتریخوالي کمېدل په د مخکې شرط په توګه لازمي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *