تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: د تخار امنیتي چارواکي وايي، د ورسج ولسوالۍ یو ځوان خپله ۵۰ کلنه مور د تېشې په مرسته په سر وهلې او وژلې یې ده.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر تاند ته وویل، د شیدالله په نوم دغه ځوان نه یوازې خپله مور په تېشه وژلې بلکې خپله خور یې هم ژوبله کړې ده: (( پېښه تېره ورځ ماسپښين د ورسج ولسوالۍ په موچکان سیمه کې شوې ده.))

نوموړی وايي، د پېښې اصلي علت لا معلوم نه دی خو تورن کس د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *