تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: دفاع وزارت وايي، په کندوز ولایت کې یې د طالبانو د یو قومندان په ګډون ۱۴ وسله وال وژلي دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، دا وسله وال په دشت ارچي کې د برید هدف ګرځېدلي، چې په کې د کمال په نوم د طالبانو یو مهم قومندان هم شته.
نوموړی وايي، په دې هوايي برید کې ۱۴ طالبان وژل شوي، ۷ نور ژوبل دي، یو موټر یې سوځول شوی او دوه پټنځایونه یې هم ویجاړ شوي دي.
طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو افغان ځواکونو تېره ورځ هم په دشت ارچي کې د طالبانو یو مهم قومندان عزت الله مشهور په حمزه وژلی و.