د لړم د مياشتي ۲۶ مه چي د محصل د نړیوالي ورځي سره برابره ده، په کندهار کي سبا د لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو محصلينو په ستایلو سره ولمانځله.

په دغه لمانځغونډه کي، چي د مؤسسې رهبري پلاوي، استادانو، محصلينو او په زيات شمېر ميلمنو ګډون کړی ؤ، د محصل د نړیوالي ورځي په مناسبت په کي ویناوي، مقالې، پریزنټېشنونه او تمثیلي پارچې وړاندي سوې.

 یاده غونډه، چي د قرآنکريم په مبارکو آيتونو او د هيواد د ملي سرود په اورولو سره پیل سوه، د مؤسسې محترم رئیس محمد کريم (کرنيل) ټولو محصلينو ته د دوی د ورځي په وياړ مبارکي،د مؤسسې په لاسته راوړنو، محصلينو ته د اسانتياوو په برابرولو، محصلين علمي فعاليتونو ته په هڅولو، او ددغي ورځي د لمانځلو په ارزښت خپله وينا ګډون والو ته وړاندي کړه.

وروسته د استادانو په نماینده ګۍ د اقتصاد پوهنځی مرستیال استاد عزت الله (حکیمي) ددغي ورځي په پار محصلينو ته مبارکي وویله او د محصلینو څخه يې وغوښتل، ترڅو د ژبني، قومي، نژادي او سیاسي تعصبونو څخه ځان وساتي او یوازي خپله انرژي د هيواد د ابادولو او ښې راتلونکي له پاره وکاروي.

د محصلينو د مقالو د لوستلو وروسته د سبا د لوړو زده کړو مؤسسې د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ څلورو هغو محصلينو، چي د ټولني د اړتيا له مخي يې په مختلفو برخو کيسیسټمونه جوړ کړي وه، د پریزنټېشن په بڼه وړاندي کړه.

د تمثیل په برخه کي د کابل ولايت څخه د راغلي مېلمه او د افغانستان د نوموتي ممثل شیر احمد (شیري) او د کندهار ولایت د تکړه ممثلینو له خوا تمثیلي پارچې هم نندارې ته وړاندي سوې.

د غونډي په وروستيو شېبو کي د مؤسسې استادانو، اداري کارمندانو او ممتازو محصلينو ته ستاینلکونه ورکول سول. او د محصل د ورځي په مناسبت جوړ سوی کيک د مؤسسې د محترم رئیس محمد کريم (کرنل)، علمي مرستيال محمد نسیم (رسولي)، د پوهنځيو د رئیسانو او څو تنو محصلينو له خوا پرې کړل سو.

لمانځغونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده او په ګران افغانستان کي د تل پاتي سولي له پاره لاسونه لپه سول، تر څو یو سوکاله، اباد او ازاد افغانستان ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *