تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: ولسمشر غني نن د ننګرهار د امنیتي وضعیت د  ارزونې لپاره جلال اباد ته تللی او په دې اړه یې ځانګړې ناسته کې ویلي چې د داعش ډلې له تسلیم شویو ښځو ماشومانو سره به د افغاني او پښتني دودونو په رڼا کې چلند وشي.

ولسمشر د داعش ډلې د بشپړې ماتې له اعلان سره هم مهاله د ۶۱۵ تسلیم شویو داعشیانو او د هغوی د کورنیو په اړه ویلي، د هغو داعش جنګیالیو مېرمنې او ماشومان چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې پورې تړاو لري، پاکستان ته نه سپاري: (( هیڅکله به یې پاکستان ته ونه سپارو، بلکې د ولسونو په خوښه به یې د کرښې هغې غاړې ولسونو ته وسپارو.))

ولسمشر همدا راز د  ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته ویلي، چې شل میلیونه افغانۍ به ورکړي تر څو یې په پوره امانتدارۍ سره د داعش ډلې په تسلیم شویو بندیانو ولګوي، تر څو هغوی بې روزګاره  او وږي پاتې نه شي.

ولسمشر د داعش تسلیم شویو مېرمنو په تړاو د ډیورنډ هغې غاړې قبایلو ته د سپارلو خبره داسې مهال کوي، چې تېر کال د کوزې پښتونخوا د یو نظامي افسر طاهر داوړ مړی هم چې پاکستاني استخباراتي ډلو د افغان خاورې دننه اچولی  و، د پاکستان د حکومت پر ځای محسن داوړ او قبایلي مشرانو ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *