تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: طالبان وايي، د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تر څنګ یې نن لس افغان سرتېري هم خوشې کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید خوشې کېدل یو مثبت ګام و او دوی یې هرکلی کوي خو په بدل کې یې دوی هم دوه تنه د امریکايي پوهنتون استادان او لس افغان سرتېري نن خوشې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد دا یوه بریالۍ تکمیل شوې پروسه بللې ده او زیاته کړې یې ده دا حسن نیت او د باور جوړونې لپاره مهم کار و چې د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته کوي.

ذبیح الله مجاهد د دغو بندیانو د تبادلې په برخه کې د قطر له امیر او بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کړې چې دا پروسه یې په توسط او هڅو بریالۍ شوه، په داسې حال کې چې همدا نن د پاکستان لومړي وزیر په څو پرله پسې ټویټونو کې بیا ادعا کړې ده چې د امریکايي پوهنتون استادان د پاکستان په توسط او هڅو خوشې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *