تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: مالیې وزارت وايي، په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان اقتصادي وده له ۲ اعشاریه ۷ سلنې څخه درې سلنې ته لوړه شوې ده.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي تاند ته وايي، د افغانستان د اقتصادي ودې اصلي لامل له سیمې سره د هوايي دهلېزونو پرانیسته او کرنیز سکټور کې پرمختګونه دي.
نوموړی وايي، د هېواد په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې د کرنې رول ۲۲ اعشاریه ۳ سلنې ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مالیې وزارت وايي، مالي ملاتړو د ټاکنو او سولې پروسې او نورو سیاسي ګډوډیو ته په پام په ډېر احتیاط سره سږ کال د افغانستان اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۷ سلنه ټاکلې وه.
افغانستان تر ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ پورې ځانته ۳ اعشاریه ۶ سلنه د خپلې اقتصادي ودې هدف ټاکلی دی.