احسان الله حیات
د افغانستان د اساسي قانون په ١٥٤ مې ماده کې راغلي: “د جــــمهور رئــيس، د جمهــور رئــيس د مــرسـتـيــــــــالانو، وزيرانــو او سـترې محكمـې د غـــړو او لــوى څـارنوال شتمني، د خــدمت تر دورې وړانـدې او وروسته، د هــغـه ارگـان پـه وسيـــلـه چـې قــانـون يــې ټـاكې ثـــبت، څیــړل او خـپـرېږي”.
د اساسي قانون پاسنۍ مادې حکومت مکلف کړی څو د عامه شتمنیو د حیف او میل، د امنیت ساتنې دود، پراختیا، روڼتیا، حساب ورکولو او د قانون ټینګښت په موخه د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ اداره رامنځته کړي او د اړوندې ادارې له لوري د دولتي مقاماتو شتمنۍ اشاعه، ثبت، تحلیل، وپلټل او خپره شي.
په دې ډول د شتمنیو دثبت او پلټنې اداراه له فساد سره د مبارزې عالي ادارې څخه د چارو ادارې لوی ریاست ته ولیږدول شوه. نوموړې اداره پر ١٤/٠٦/ ١٣٩٦ نیټه او په (١٥٤) مه ګڼه تقنیني فرمان د افغانستان اسلامي جمهوريت له خوا د چارو ادارې ته انتقال شوه.
همدارنګه یاده اداره ځانګړی قانون لري چې د نوموړې ادارې چارې پکې په بشپړ ډول تشریح شوي دي . دا اداره درې بنسټیزې برخې لري چې په لومړي هغه کې د شتمنیوثبت فورمې ثبت او تحلیل کیږي، په دوهمه هغه کې یې د ادارې له رسمي ویبپاڼې څخه فورمې خپرېږي او په دریمه برخه کې چې د ادارې یوه بنستیزه او مهمه برخه ده، د ټولو په شرایطو برابرو اشخاصو فورمونه پلټل کیږي او د کار په پایله کې د هغو اشخاصو چې له قانون څخه سرغړونه کړې وي او په فورمو کې یې ستونزې ولیدل شي، نورو عدلي او قضایي مراجعو ته ورپیژندل کيږي.
ولې د شتمنیو ثبت او پلټنې ادارې کارونه مهم او د پام وړ دي؟
ولسمشر محمد اشرف غني په ١٣٩٥ كال د زمري میاشتې پر ١٧مه نیټه؛ په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په کنفرانس کې وویل: په افغانستان کې د فساد پخلی او په اړه یې یادونه زمونږ لپاره د ملي شرم ښودونکې ده او موږ مکلف یو ترې مخنیوی وکړو.
پرته د اړوندې پدیدې د مخنیوی څخه به، مونږ عزت ونلرو او مونږ به دا ځواکمنتیا ونلرو څو خپل بیرغ په نړیوالو غونډو کې هڅک او ویاړ پرې وکړو، دا هرڅه به د فساد د شتون له امله زغمو.
د افغانستان دولت د هیواد وګړو او نړیوالو همکارانو سره ژمنه کړې، چې په کلکه به د فساد سره مبارزه کوي. د افغانستان دولت او نړیوال همکاران ښه پوهیږي چې پنځوس کلنه خونړۍ جګړه، د جګړې او تاوتریخوالي د فرهنګ پراختیا، د مخدره توکو کښت په ټولنه او دولتي ادارو کې لاره ومومي، خو د پام وړ ده چې اوس د فساد د مخنیوي په موخه ټینګه اراده شته او کارکیږي، پرته له شک څخه فساد هم د ترهګرۍ په کچه په افغانستان کې، ښې حکومتولی ته زیان رسولی او رسوي یې.
د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې رئیس عبدالودود بشریار پر دې اند دی چې؛ د افغانستان خلک، مدني ټولنه، رسنۍ حق لري چې د فساد د مخنیوي په برخه کې د حکومت له جدي تګلارو څخه ډاډمن و اوسي.
نوموړی وايي: له فساد سره سیستماتیکه مبارزه پکار ده. له فساد سره د مبارزې لپاره باید کلک او پیاوړی سیستم چې هیڅ ډول سلیقه او بشري تمایل پکې ځای ونه لري، رامنځته شي.
بشریار وايي چې د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ اداره له فساد سره د مبارزې د یوې وسیلې په ډول خپل تاثیر لري او ددې ادارې د کارونو له امله په پراخه کچه فساد کمیږي او د چارواکو په شتمنۍ د یو ځانګړي میکانیزم له لارې نظارت رامنځته کیږي چې له امله به یې چارواکي ونشي کړای چې فساد ته زړه ښه کړي.
ښاغلی بشریار وايي چې فساد د نهاد جوړونې پر وړاندې لوی خنډ دی او تر هغې چې له فساد سره کلکه مبارزه ونشي دولت به کمزوری وي او قوي نهادونه رامنځته کیدای نشي.
نوموړي وویل چې د شتمنیو د ثبت او پلټنې اداره اوسمهال د سیسټمونو پر ډیجیټل کولو په منظم شکل کار کوي چې په راتلونکې کې وبه کولائ شي د د دولتي مقاماتو او کارکوونکو شتمني په ډاډمنه توګه ثبت، بررسي او نشر کړي.
د یادونې وړ ده چې د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې د ١٣٩٨ کال تر اوسه پورې ۱۷۶۰۰ تنو چارواکو شتمني ثبت کړې او د ځینو چارواکو شتمني یې بررسي کړې او په دې وروستیو کې یې ۶ تنه چارواکي د خپلو شتمنیو په تړاو د لا پلټنې لپاره څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.