تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: نن د نومبر په شلمه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب کنوانسیون ۳۰ کاله پوره شول خو په افغانستان کې د سیف دي چلډرن نړیوالې ادارې په سروې کې راغلي چې دوه ثلثه افغانان ماشومان د چاودنو او جګړو له کبله ښوونځي ته له تګ ډارېږي.

سیف دي چلډرن وايي، د افغانستان د څلورو مهمو ولایتونو له ۶۰۰ کورنیو او ۹۰ ماشومانو سره یې له مرکو معلومه کړې ده چې یوه لویه برخه ماشومان د چاودنې، جګړې او تښتول کېدو له ډاره په شدید ډول رنځېږي، خو له دوی سره د مرستې لپاره هیڅ نشته.

په دې سروې کې ۹۵ سلنه پلرونو او میندو ویلي چې ماشومان یې له یو نه یو ډول پېښې سره مخ شوي دي، په دې کې ۶۵ سلنه پوښتل شوي مور او پلار د کابل دي چې وايي، ماشومان یې له بریدونو یا هم د تښتونې له ګواښ تېر شوي دي.

په سروې کې راغلي چې یوازې ۳۰ سلنه افغان ماشومان ځان ښوونځي ته د تلو پر وخت خوندي احساسوي، په داسې حال کې چې دا کچه په نجونو زده کوونکو کې تر هلکانو هم کمه ده.

سروې کوونکو ته د سرپل یوې ۱۴ کلنې نجلۍ ویلي، کله چې جګړه پيل شي له کور پرته یې یو ځای هم خوندي نه وي، هغه هم دوی اړ وي چې د کور په یوه خاموشه او ټیټه خونه کې ځانونه پټ کړي.

د کابل یوې ۱۶ کلنې نجلۍ بیا ویلي، چې ورور یې په دارالامان واټ له خونړي برید سره نږدې و، اوس هم چې دروازه وخوځېږي، دی وډار شي.

په دې سروې کې ۶۲ سلنه پلرونو ویلي چې ماشومان یې د پېښو مستقیم یا غیر مستقیم شاهدان وو.
همدا راز ۳۸ سلنه پلرونو ویلي چې له پېښو وروسته یې ماشومان ځانته زیان اړوي.

۷۳ سلنه پلرونو بیا ویلي چې ماشومان یې د وېرې احساس کوي، خو ۴۸ سلنه پلرونو بیا ویلي چې له جګړې او چاودنو وروسته یې ماشومان تر اوږد مهاله پورې د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته وي.

په راپور کې ۷۰ سلنه پلرونو ویلي چې د افغان پوځ او طالبانو په جګړه کې خپل اولادونه خوندي نه احساسوي، همدا راز ۶۴ سلنه پلرونو ویلي چې ماشومان يې ښوونځي ته د تګ پر مهال او ۵۵ سلنه پلرونو ویلي چې ماشومان یې بازار ته د تلو پر مهال ډارېږي، خو ۷۰ سلنه پلرونو بیا ویلي چې د اولادونو د رواني درملنې او پالنې لپاره یې خدمات نشته.

د سیف دي چلډرن د افغانستان د څانګې مشر اونو وین مانین وايي، اتلس کلنه جګړه، چاودنې او ډزې د ماشومانو لپاره ورځنی پریشانوونکی معمول ګرځېدلی: (( زموږ څېړنې ښيي چې افغان ماشومان د ذهني روغتیا نه لرلو ښکار ګرځي، باید چې پر ښوونځیو یا ښوونځیو ته نږدې بریدونه کم شي، ماشومان باید د ښوونځي پریښودو ته اړ نه ایستل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت هم وايي چې تاوتریخوالي کې ښوونځیو ته زیات زیان اوړي تر دې چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په نښتو کې ۱۱۵۳ ښوونځي زیانمن شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *