تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: ځايي سرچینې وايي، تېره شپه د غور ولایت د استیناف څارنوال پر کور وسله وال ور اوښتي او په ډزو کې یې د څارنوال یو ورور او یو نږدې خپلوان ټپي کړی دی.

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالرحمن عطشان تاند ته وویل، پېښه فېروزکوه ښار ته نږدې په غوربند سیمه کې شوې او وسله والو د څارنوال کور ته په اوښتو د هغه ورور او خپلوان په ډزو ویشتلي.

د عطشان په خبره بریدګر طالبان وو او امنیتي ځواکونو پر وخت ځانونه ور رسولي دي.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند سمیع نژاد هم پېښه تاییدوي، خو وايي بریدګر یې پرېنښودل چې هدف ته ځان ورسوي.

نوموړی وايي افغان ځواکونو د فېروز کوه لویدیځ ته د طالبانو تحرکات ارام کړي او چاته به اجازه ور نه کړي چې د ښار امنیت خراب کړي.

بلخوا لا طالبانو نه ده تایید کړې چې د غور د استیناف څارنوال کور ته د دوی وسله وال اوښتي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *