تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: د امریکا دفاع وزارت په یو تازه راپور کې ویلي چې ایران په افغانستان کې د لویدیځ د نفوذ د مخنیوي لپاره طالبانو ته وسلې، روزنه او پیسې ورکوي.

راپور وايي، دا مهال د حزب الله ډله د تهران لپاره خورا د باور وړ ډله ده خو د طالبانو په څېر وسله والې ډلې چې د ایران مذهبي اثر ډېر نه مني، بیا هم د دغه هېواد مرستې ترلاسه کوي تر څو د ایران د سیمه ییزو ګټو لپاره د ایران له دښمنانو سره وجنګېږي.

راپور وايي، که څه هم په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو د ایران ۹ دیپلوماتان ووژل او ایران ورسره جګړې ته اماده شو، خو له ۲۰۰۷ کال راهیسې دغه هېواد هڅه کوي چې طالبان د امریکا او لویدیځ د نفوذ د مخنیوي لپاره وکاروي.

راپور وايي، ایران نه غواړي چې طالبان واک ته ورسېږي خو غواړي چې په یو نه یو ډول خپل اثر او رسوخ په دغه ډله وساتي.

راپور وايي، ایران دا مهال سوریه کې د بشارالاسد ملاتړو شیعه ګانو، په لبنان کې حزب الله او عراقي ملیشو ته پيسې ورکوي نه یوازې دا بلکې یمني حوثیانو، فلسطیني وسله والو ډلو او په افغانستان کې طالبانو ته هم وسلې، پیسې او روزنیز امکانات برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *