د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمېنځ ستراتیژیک تړون لاسیکول د ستر خنډ سره مخ ده، رویټر خبر ورکوي چي افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په خاوره کي د امریکا یي عسکرو د خپلسري عملیاتو او د ملکي وګړو د کورونو تلاشي کو لو وړاندیز سره کلک سره مخالفت ښودلي ده او ویلي دي چي د دي کار اجازه به هیڅکله ور نه کړي ځکه چې دارنګه عملیات د ملکي وګړو د مړیني سبب ګړځي.

له بله اړخه متحده ایا لات وایي چي دو غواړي چي د ستراتیژیک تړون په واسطه او په افغان دولت باندي د دي شرط په منلو سره به و کولاي شي چي په افغانستان کي القاعده تعقیب کړي او د هغوي پټنځایو ته مستقیم لاس رسي ولري.

په همدي مناسبت افغان دولت د پنچشنبي په و رځ لویه جرګه را غوښتي ده تر څو امریکا سره په ستراتیژیک تړون بحث وکړي.

که چیرته امریکا او افغانستان د دي تړون په باره کي کو توافق ته و نه رسیږ نو متحده ایالات به د ۲۰۱۴ نه وروسته خپل یو پو ځي هم په افغانستان کي پریږدي.

یو افغان چارواکي رویټر ته و ویلي چي متحده ایا لات په لټه کي دي تر څو ولسمشر دي ته و هڅوي چي امریکا پوځیانو ته په افغانستان کي د خپلسرو عملیاتو ترسره کولو سره رضایت وښیي، خو ولسمشر وایي چي خپلسري عملیا خو یو خواته حتی د افغان او امریکایي ځواکونو د ګډو عملیاتو توافق هم و نه ګړي.

د دي نه علاوه ولسمشر د هغه امریکا یي ځواکونو د قضایي مصونیت سره هم ژور اختلاف لري کوم چي د سترتیژیک تړون په رڼا کي د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کي پاتي کیږي.

دو کاله وړاندي امریکا د عراقیانو څخه هم د امریکا یي عسکرو د قضایي مصونیت غوښتنه کړي وه خو د عراق دولت هغه خواست رد کړي وه همغه وه چي امریکا د عراق څخه خپل ټول پو ځیان و یستل.

د ناټو مرکزي قومنداني او د امریکا سفارت په دي باره کي د تبصري کولو څخه ډډه کوي خو یو غربي ډیپلومات رویټر ته و ویل چي حالت ډیر کړکیچن دي.

که چيرته ولسمشر کرزي تر پنجشنبي پوري د متحده ایلاتو سره د تړون په سر کوم توافق ته و نه رسیږ نو ټاکل شوي ده چي ولسمشر به لوې جرګي ته د خپلي وینا په محال د تړون د لاسلیکولو مخالفت وکړي، او دا رنګه مخالفت به تړون لا نور په خطر کي واچوي.

2 thoughts on “د کرزي مخالفت او ستراتیژیک تړون په خطر کې/ ژباړه: نظام الدین حمیدي”
  1. امکان نہ لری چی داتړون به نسی لاسلیک داټول یوډرامه ده دافغانانوکورونه به خارجیان ضرورتلاشی کوی دشپی عملیات به کیژی اوامریکایان به فه افغانستان کی نه محاکمه کیژی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *