تاند، چهار شنبه، د عقرب ۳۰مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو لخوا د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د راخوشې کولو په غبرګون ویلي، هیله من دی چې د دغو لویدیځوالو برمته کسانو په راخوشې کېدو به دا فغان جګړې د پای لپاره لاره هواره شي.

ښاغلي ټرمپ د طالب مهمو بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر غني پرېکړه جرائتمندانه او له زړورتیا ډکه بللې او مننه یې ترې کړې ده.

ټرمپ همدا راز په خپل یو ټویټ کې ویلي، د امریکايي پوهنتون د استادانو کیون کینګ او تیموتي ویکس د راخوشې کېدو په خوشالۍ کې د هغوی له کورنیو سره ځان په خوښيو کې شریک بولي.

ټرمپ پر خپل ټیم هم ویاړلي او زیاته کړې یې ده چې هیله من دی چې دا کار به د اوربند تر څنګ د سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو سبب شي تر څو له اوږدو کلونو روانه افغان جګړه پای ومومي.

مگر دایې نه دي ویلي چې ایا له طالبانو سره به د سپټمبر له ۹مې راهیسې د سولې په ټپه درېدلې خبرې بیرته پیل شي که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *