تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش یا د سیګار مشر جان سوپکو په واشنګټن کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام یو مهم لامل هم فساد دی.
نوموړي د امریکا له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې دې له فساد سره مبارزه د خپلو لومړیتوبونو په لیست کې راولي، ګني د جګړې د ختمولو لپاره هڅې به یې ځای ونه نیسي.
جان ساپکو په ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال ادعا کړې چې طالبانو ته د افغانستان د اداري فساد له کبله جنګیالي ډېر په اسانه ډول پیدا کېږي: (( طالبان کلي په کلي ګرځي د افغانستان د حکومتي ادارو فساد او مفسد چارواکي خلکو ته د مثال په ډول وړاندې کوي او ورته وايي، چې د داسې حکومت د له منځه وړلو لپاره راپورته شئ، نه دا چې ملاتړ یې وکړئ.))
نوموړی وايي، د طالبانو لخوا د افغانستان د قضايي، عدلي او پولیسي امنیتي ادارو په تړاو تبلیغاتو هم عامه ذهنونه تر ډېره د افغان حکومت پر ضد اړولي دي، خو وايي، اوسني حکومت د کرزي د دورې په نسبت د فساد پر ضد ښه چارې مخته وړې دي.
جان سوپکو تر دې وړاندې افغان ولسمشر سره په لیدنه کې هم د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزه ستایلې وه.